كوهاټ 28 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي خېبرپښتونخوا كښې بل څوك نه مونږ بدلون راولو٬ په معاشي توګه به پاكستان ډېر زر مس??حكم او څوكاله هېواد رامخې ته شي٬دريو كلونو كښې د خېبرپښتونخوا حكومت د صوبې پرمختګ له هېڅ هم نه دي كړې٬ 2018 كښې به يو ځل بيا د خېبرپښتونخوا پشمول ټول هېواد كښې د ??سل?? ليګ(ن)حكومت راځي٬ كه صوبه كښې كوم ښه كار شوې وو نو نن به په دومره شمېره وګړي د ??سل?? ليګ(ن)جلسې له نه راتلل٬د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ كوهاټ كښې په قلعه ګراؤنډ كښې يوې اولسي غونډې ته خپل خطاب كښې وكړه۔په دې موقع وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي٬د خېبرپښتونخوا پخوانې ګورنر سردار مهتاب احمد خان٬انجينئر امير مقام٬پير صابر شاه او د ??سل?? ليګ(ن)لارښود عباس خان آفريدي پشمول نور لارښود او ګڼ شمېر وګړي موجود وو۔وزيراعظم محمد نواز شريف په دې موقع خپل خطاب كښې وو??يل د سي پېك پروژې سره به پاكستان كښې پرمختګ او څوكالي راشي۔ده وو??يل د ??سل?? ليګ(ن)حكومت امنيت لپاره ښه اقدامات كړي او د امن وضعه تر ډېره حده ښه شوې۔ده وو??يل پاكستان كښې د ترهه ګرۍ پېښې كمې شوي۔ده وو??يل 2013 كښې چې كله زمونږ حكومت جوړ شو نو هر ځاې د ترهه ګرۍ پېښې كېدې خو نن د ترهه ګرو ملا ماته شوې٬پاك پوځ٬پوليس او اولس ته پیرزوئنې وړاندې كوم چا چې د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره امن بحال كړې۔ده وو??يل د هېواد وسائل د اولس په فلاحي پروژو خرڅ كوو۔ده وو??يل ??سل?? ليګ(ن)حكومت نه وړاندې به د برېښنا اتلس اتلس ساعته لوډشېډنګ كېدو نن د حكومت د ښه پالېسو په سوب لوډشېډنګ كم شوې او تر 2018 به په بشپړه توګه لوډشېډنګ ختم شي۔ده وو??يل پھ هېواد كښې هائي ويز او موټرويز جوړېږي٬پاكستان يو پرمختللې هېواد جوړېدو پلو روان دے۔ده وو??يل د مخالفې ډلې سره هم دغه فكر دے چې كه د پاكستان د پرمختګ دا مزل روان و نو زمونږ سياست به ختم شي او په 2018 كښې به يو ځل بيا د خېبرپښتونخوا پشمول په ټول هېواد كښې د ??سل?? ليګ(ن)حكومت جوړ شي۔وزيراعظم وو??يل د پاكستان شمېره د نړۍ په ښو معيشتونو كښې كېږي او د هېواد د معاشي پرمختګ ستائنه د نړيوال بانك٬آئي اېم اېف او آسيائي پرمختيائي بانك مشرانو د پاكستان راتږ په مهال كړې۔ده وو??يل كوهاټ كښې د سوئي ګيس او موټرويز پروژو بشپړېدو سره به ب?? روزګاري ختمه شي۔ده وو??يل پھ كوهاټ كښې به موټروے او هائي ويز جوړ شي۔ده وو??يل كوهاټ ته به سوئي ګيس راشي او دې سره به كوهاټ بدل شي۔ده وو??يل نن ستاسو په وړاندې په كوهاټ كښې د ګاز پروژې د بنياد تېګه اېښودلې شوې او په دې به 3 اربه 90 كروړه روپۍ لګښت راځي۔ده وو??يل مونږ د اولس سره شوي لوظونه ترسره كوو۔نن د كوهاټ لپاره تاريخي ورځ ده٬ ده ووئېل د ګاز پروژې بشپړېدو سره به د كوهاټ پشمول د بېلو يونين كونسلو اولس مس??فيد شي۔ده وو??يل كوهاټ٬جنډ او تر پنډي ګهيب ??ه ښه هائي وے جوړولې شي چې ورسره به د كوهاټ اولس له اسلام آباد او پېښور ته تلل راتلل آسان شي۔ده وو??يل د كوهاټ نه تر كرك او د كرك نه تر سرائے ګمبيلا هائي وے به دوه اړخيزه كولې شي۔په دې موقع ده د كوهاټ اولس له د ښه روغتون جوړولو اعلان وكړو۔دې سره به د كوهاټ اولس ته درملنې له آسانۍ ترلاسه شي۔ده وو??يل د كوهاټ غريبو وګړو لپاره مونږ د روغتيا وړيا پروژې راوړي۔وزيراعظم وو??يل كوم وګړو سره چې درملنې له روپۍ نشته هغوي له به د درملنې وړيا آسانۍ وركولې شي۔په دې موقع ده د كوهاټ پوهنتون مېرمنو كېمپس اعلان هم وكړو
2018 كښې به يو ځل بيا د خېبرپښتونخوا پشمول ټول هېواد كښې د مسلم ليګ(ن)حكومت راځي
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون