اسلام آباد 21جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير ??سد عمر وئيلي دي په تحريك انصاف كښې قيادت لپاره ډلې نه دې جوړې شوي ، د هېواد اولس وزیراعظم عمران خان سره ولاړ دے، د کرونا له امله ګرده نړۍ كښې ګراني راغلې ٬ په نړيوال افراط زر زياتېدو ټول هېوادونه ځپلې شوي، د کرونا پحقله هره ورځ د صورتحال څارنه كېږي، د بندېزونو پرېكړه د كرونا صورتحال له مخې شوې٬ د كرونا صورتحال له مخې به سټېډيمز ته يوازې د 25 فيصده كتونكو تللو اجازه وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې وكړه ۔ ده ??وئ??ل د وزیراعظم عمران خان متبادل څوك نشته او ?? تحریک انصاف د 98 نه تر 99 فیصد ووټ بېنك د وزیراعظم عمران خان دے، كله چې په يو ګوند كښې دومره ووټ د كوم يو شخصيت سره وي د ګوند ليډر هم ھغه وي او د ھغه څوك متبادل نه وي۔ ده ??وئ??ل مسلم لیګ (ن) ليډرشپ لپاره لاس ښپې وهي٬ يو خوا مريم نواز او بلخوا شهباز شریف دے۔ ده ??وئ??ل كله چې هم بجټ يا بله مهمه موقع راځي نو اپوزيشن وائي چې د حکومت اتحادیان اوس حكومت سره نه دي ولاړ خو اتحادي ګوندونه پاكستان تحريك انصاف سره هغسې ولاړ دي۔ ده ??وئ??ل د هېواد شرح نمو په زياتدېد كښې دوه درې عوامل ډېر مهم دي٬ په هېواد كښې د زراعت څانګې كاركردګي ډېره ښه ده٬ ده ووئېل هېواد كښې د غنمو٬ ګنې٬ وېرېژو او د جوارو رېكارډ پېداوار تر لاسه شوے او كروندګرو ته بيعه هم ښه ترلاسه شوې۔ ده ??وئ??ل اوورسیز پاکستانیز د وزیراعظم عمران خان په حکومت باوري لري ٬ هم دا سبب دے چې ترسېلات زر زياتېږي او ترسیلات زر كښې زياتوالے هم په مجموعي شرح نمو كښې د اضافې سبب جوړېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزیر اسد عمر ??وئ??ل د كرونا پحقله هره ورځ صورتحال مانيټر كوٶ٬ تر اوسه چې كومې پرېكړې شوې په دې بنياد شوي٬ د هېواد د 12 كالو نه زيات عمره آبادۍ كښې نزدې 51 فيصد ویکسینیټډ ده ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقی وزیر اسد عمر ??وئ??ل هيله لرو چې د پي اېس اېل مې??ون?? به وكړے شي٬ مونږ د كرونا صورتحال له مخې د لوبو مېدا??ون?? كښې يوازې د 25 فيصده كتونكو ته د تللو اجازه وركړې دغسې چې لوبغالې بېخي د كتونكو نه خالي هم نه وي
اولس وزیراعظم عمران خان سره ولاړ دے، په نړيوال افراط زر زياتېدو ټول هېوادونه ځپلې شوي، د کرونا هر ورځ د صورتحال څارنه كېږي۔ د وفاقي وزیر اسد عمر نجي ټي وي چېنل سره خبرې
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم