اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) مذهبي همغږۍ لپاره د وزيراعظم خاص استازي علامه محمد طاهرمحمود اشرفي وئيلي دي د اسلامي نړۍ ذمه واري ده چې ھغوي په هند كښې مسلمانانو ته د مذهبي آزادۍ حق لپاره په ګډه غږ پورته كړي٬ مونږ هيله لرو چې او آئي سي به په هند كښې په موجوده صورتحال كښې خپل كردار ولوبوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه علامه محمد طاهرمحمود اشرفي د شورو په ورځ په خبري كنفرنس كښې وكړه۔ ده ووئيل هند كښئ زمونږ يو لور د ټولې اسلامي نړۍ ترجماني كړې ٬ پاکستان كښې به د فرورۍ يوولسمه نيټه هند كښې د اسلام لوڼو سره د يوالي په توګه لمانځلې شي۔ ده ووئېل د فرورۍ په يوولسمه نيټه د جمعې په ورځ به ټول مكته فكر، علماء او مشائخ په اجتماعات كښې په هند كښې د وهشت او بربريت غندنه كوي۔ په هند كښې د اسلامي شعائر حفاظت لپاره د هلو ځلو كوٶنكو لوڼو او خوېندو بشپړ ملاتړ له به پاکستان علماء کونسل او المجلس الاسلامي العالمي خپل بشپړ كردار لوبوي۔
د فرورۍ يوولسمه نيټه به هند كښې د اسلام لوڼو سره د يوالي په توګه لمانځلې شي٬ هيله لرو چې او آئي سي به په هند كښې په موجوده صورتحال كښې خپل كردار ولوبوي۔ مولانا طاهر اشرفي
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون