اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي﴾د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني وئېلي دي چې عمران خان دې بې بنسټھ تورونه لګوي مونږ هېڅ پرواه نه كوو۔د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف په چين كښې د پاكستان لپاره د پرمختګ او څوكالۍ نوې لارې لټوي او اولس ته معلومه شوې چې څوك د پاكستان پرمختګ غواړي او څوك نه۔ډاكټر آصف كرماني ووئيل چې اولس به د پاكستان د پرمختګ په لاره كښې خنډان راولاړونكي په ټول ټاكنو كښې ماتې سره مخ كوي۔ده ووئيل چې د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ مشرۍ كښې به د پرمختګ او څوكالۍ دا مزل د 2018 نه پس هم روان وي
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب