اسلام آباد 12 فروری (اے پی پی) کراچۍ كښې د ایران قونصل جنرل احمد محمدی وئيلي دي ایران پاکستان له درې زره ميګاواټه برېښنا وركولو له چمتو دے ٬ پاکستان ایران څخه زر میګاواټه برېښنا ترلاسه كوي۔ راډيو تهران له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده ?? ایران اسلامی انقلاب 38مې سالګرې په موقع يوې دستورې ته خطاب کښې وكړه۔ ??ه ووئيل پاك ایران ګاز پائپ لائن پروژه پاکستان كښې د توان حاجت پوره كولو له يوه محفوظ او موثر ذریعه ده۔ ??ه ووئيل دواړه هېوادونه د پاك ،ایران ګاز پائپ لائن پروژې بشپړولو له لوظي دي۔ ده ووئيل د ایران خارجه پالیسۍ ترمخه ګاونډيانو سره د ملګرتيا اړيكو ته وده وركوو د??سې ایران نه يواځې پاکستان خپل ګاونډي بلكي ورور هېواد ګڼي او د ایران خارجه پالیسۍ كښې پاکستان ته اهميت ترلاسه دے۔ ده ووئيل ایران پاکستان له زر میګاواټه برېښنا وركوي د??سې ايران 3 زره میګاواټه زياته برېښنا پاكستان له وركولې شي۔ د ایران قو نصل جنرل ووئيل د پاك ایران ګاز پائپ لائن پروژه بنیادی اهمیت لري او دې سره به د دواړه هېوادونو دوه اړخيزه اقتصادی رابطو لا قوي شي
ایران پاکستان له درې زره ميګاواټه برېښنا وركولو له چمتو دے۔د ایران قونصل جنرل احمد محمدی
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ