ننكانه صاحب/ اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي﴾ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئلي دي چې اوسنې حكومت د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرې كښې پرمختيائي پروژې په تندې سره ترسره كوي٬ تر كال 2018م به دا پروژې ترسره كولو سره په هېواد كښې د لازوال پرمختګ او خوشحالې بنياد كېښودلې شي۔ ده دا خبرې په ننكانه صاحب كښې د برېښنا او ګاز پشمول د يو شمېر پرمختيائي پروژو د پرانستې په موقع په خپله وېنا كښې وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې د خنجراب نه تر ګوادر په ټول هېواد كښې په لويو پروژو كار روان دے۔ ده ووئيل چې حكومت يو شمېر پروژې په وخت ترسره كولو سره د قومي خزانې اربونه روپې بچ كړې دي۔ ده ووئيل چې د پاكستان پاتې سيمو ته خاص پام كولې شي۔ ده ووئيل چې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې او نورو پروژو سره به په ټول هېواد كښې د خوشحالې يو نوې دور پېل شي۔ ده ووئيل چې حكومت د تعليم څانګې ته هم پام كوي۔
د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر د پرمختيائي پروژو پرانستې په موقع وېنا
مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت