اسلام آباد 15 جنوري(اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د 5.5 فيصده شرح څخ?? پرمختګ كونكې پاكستانې معيشت ٬ د تګ راتګ او د مواصلات پشمول په بېلا بېلو څانتو كښې د كاروبار پراخه موقعې وړاندې كوي٬ سي پېك نه يوازې پاكستان بلكې ټولې منطقې لپاره د اقتصادي موقعو نوې لارې پرانستلې دي كومې چې د يو برابر ګټې لپاره كارول پكار دي ۔ وزيراعظم دا خبرې د انټرنېشنل فېډرېشن آف فرېټ فارورډرز اېسو??ي اېشنز پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د صدر بابر بادات په مشرۍ كښې د ګل په ورځ وزیراعظم دفتر كښې دوي سره ملاقات كولو۔ په دې موقع د صنعت او پېداوار وزير سردار محمد ارشد خان لغاري هم موجود ٶ۔ په پلاوي كښې د اېسو??ي اېشن پخوانې صدر هو چیانګ ژاؤ، رابرټ اے وولټ مېن، فرانسسکو اېس پرېسي، آئیون پیټرووف، ??ېس?? پېټریسن، ترګت ارکسکن او هانس ګنتھر شامل وو۔ وزیراعظم د پلاوي په پاكستان كښې هركلي كولو سره ووئيل د 5.5 فیصده شرح څخ?? پرمختګ كونكې پاكستانې معيشت ٬ د تګ راتګ او د مواصلات پشمول په بېلا بېلو څانتو كښې د كاروبار پراخه موقعې وړاندې كوي۔ وزيراعظم ووئيل د 1800 كلوميټره نه زيات 6 قطاره موټروېز او نورې سترې لارې او اېكسپرېس وېز زياتېدو سره پاكستان كښې د انفراسټركچر ډهانچه لاجسټكسس كمپنو ته يوازې وده وركولو او د معيشت ځائي تقاضې بلكې ټولې منطقې سره اړوندو ضرورتونو ترسره كولو لپاره كارېدې شي۔ وزیراعظم ووئيل د سي پېك منصوبه په كاميابۍ سره د بشپړېدو نه پس به پاكستان په خاص توګه افغانستان او مېنځنۍ آسيائي رياستونو لپاره پراخه سيمه ايز تجارت او د رابطو لپاره چمتو دے۔ ده ووئيل سي پېك نه يوازې پاكستان بلكې ټولې منطقې لپاره د اقتصادي موقعو نوې لارې پرانستلې دي كومې چې د مساوي ګټې ترلاسه كولو لپاره كارول راوستل پكار دي۔ بابر بادات او د ھغه پلاوي ووئيل زمونږ تنظيم د پاك چين اقتصادي لارې منصوبې له ??خې د انفراسټركچر نه پس تجارتې موقعو له ??اكستان كښې خپلو هلو ځلو ته پراختيا وركول غواړي
د 5.5 فیصده شرح څخه پرمختګ كونكے پاكستانې معيشت ٬ د مواصلات پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د كاروبار پراخه موقعې وړاندې كوي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج