اسلام آباد 09 نومبر(اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي آذربائيجان ته د نكور نوكاراباخ په كاميابي مباركي وركولو سره وئېلي دي د آذربائيجان اولس د دې خبرې څخه خبر دے چې د پاكستان اولس تل د هغوي د دريځ ملاتړ كړے٬مونږ د آذربائيجان په هر نړيوال فورم د كشمير په غېر متزلزل ملاتړ مننه كوو۔د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ د آذربائيجان د پلاوي هركلے كوو٬آذربائيجان تل په نړيوالو فورمونو د پاكستان د دريځ تائيد كړے٬مونږ نن د هغوي د بريا ورځ لمانځو۔ده ووئيل د آذربائيجان اولس د دې خبرې څخه خبر دے چې د پاكستان اولس تل د هغوي د دريځ ملاتړ كړے٬مونږ آذربائيجان له باور وركوو پاكستان به تل د هغوي سره ولاړ وي۔ده ووئيل د آذربائيجان لخوا د پاكستان او كشمير په اړه په غېر متزلزل ملاتړ مننه كوو
مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر