اسلام آباد 30 جنوری (اے پی ??ی) د مسلم ليګ ﴿ضيا﴾ مشر اعجازالحق وئيلي دي چې ډونلډ ټرمپ ته به په اسلامي هېوادونو د بندېز په اړه په خپلو پالېسو غور كول وي۔ د ګل په ورځ د پار??ما?? پھ خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل ??ې د امريكائي اولس مشر د اسلامي هېوادونو د اولس په ضد عزائم درست نه دي۔ بايد اسلامي هېوادونه هم د امريكائي اولس مشر پاليسې په ملګرو ملتونو كښې چېلنج كړي۔ ده ووئيل چې امريكائي اولس مشر په ټاكنو كښې امريكائي اولس سره چې كوم لوظونه كړي وو٬ هغه به ئې د پوره كولو هڅه كوي خو په امريكا كښې د ده په ضد مظاهرې پېل شوې دي۔ ده ووئيل ??ې د اسلامي هېوادونو تنظيم او آئي سي ته هم د فعاله كردار ترسره كولو ضرورت دے۔ كه نن خاموش پاتې شي نو نو سبا نورو ستونزو سره هم مخ كېدے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې بايد د احتساب قومي بيور په آزادې سره كار وكړي او دا به په هغه صورت كښې ??شي كله ??ې د چيئرمېن ټاكنه په سياسي بنيادونه نه كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې په پانامه كېس د دواړو خوا بيانونه درست نه دي٬ معامله دې په ستره محكمه پرېښودلې شي ??ې دغسې زر پرېكړه وكړې شي۔
ډونلډ ټرمپ ته به په اسلامي هېوادونو د بندېز په اړه په خپلو پالېسو غور كول وي۔ اعجازالحق
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت