اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پي) قامي اسمبلۍ د محصولات او د ډيوټيز پحقله ځينې قوانين كښې د بدلون كولو مالي (ضمني) بل 2021 په يوه خله منظورې كړے ٬ د اپوزيشن لخوا ټول بدلونونه مسترد كړے شوي او د خزانې وزير شوكت ترين لخوا وړاندې كړي بدلونونه په بل كښې د منظورۍ نه پس شامل كړے شوي، د حکومت لخوا د منظور كړو بدلونونو له مخې د خوراك څښاك څيزنه٬ د كوچنيانو پيۍ٬ لېپ ټاپ٬ سولر پېنلز او په ځينې نورو څيزونو د ټېكس كمے برقرار ساتلے شوے۔ د زيارت په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د اقتصادي چاور وفاقي وزير عمر ايوب مالي ضمني بل 2021 ايوان ته په وړاندې كړي صورت د غور كولو تحريك وړاندې كړو ٬ نو په دې د مسلم ليګ ن احسن اقبال ووئيل د سېنېټ په سفارشات دې بحث وكړے شي٬ سپيكر ووئيل په دې تېره ورځ بحث شوے ٬ نويد قمر ووئيل په دې بحث پكار دے٬ سپيكر ووئيل په مني بل په مجموعي توګه 26 غړو بحث كښې برخه اخستې٬ د حكومت لخوا 3:37 ساعته او د اپوزيشن لخوا 5:15 ساعته بحث شوے او په مجموعي توګه 7:52 بحث شوے۔ شازيه مري په مني بل خپل ترميم وړاندې كولو سره ووئيل دا بل دې اولس ته رائے لپاره وړاندې كړے شي دغسې چې اولس خپله رائے وركړي٬د كوم جې د خزانې وزير شوكت ترين د دې مخالفت وكړو۔ شوکت ترين بحث راغونډولو كښې ووئيل معاشي صورتحال د ټولو په وړاندې دے ٬ دا يوازې د دريو كالو راهسې نه بلكې د دريشو كالو راهسې دے ٬ د ماضي واكمنو د سمولو هڅه نه ده كړې٬ دا غېر متعلقه پوښتنه ده د دې ځواب نه وركوم٬ د اپوزيشن لخوا د جنورۍ په يوولسمه نيټه كال 2022 په مالي ضمني بل 2021 د غور تحريك له د دوېمې خواندګۍ په موقع ترميم وړاندې كړے شوے٬ سپيکر جېد اپوزيشن په بدلون زباني رائې اغستې نو اپوزيشن دا چېلنج كړو٬ سپيکر حكومتي او د اپوزيشن غړي وار په وار پخپلو چوكو وشمېرل او د بدلون په حق كښې د اپوزيشن لخوا 150 غړو او د حكومت لخوا په مخالفت كښې 168 غړو خپلې رائې وركړې او د وفاقي وزير شوکت فياض احمد ترين لخوا وړاندې كړي بدلونونه په يوه خله منظو مسترد كړے شول٬ د بل شق وار منظورۍ په مهال د اېم كيو اېم کشور زهرہ تراميم وړاندې كړل نو شوکت ترين ووئيل د اېم كيو اېم د تراميم ازاله شوې ، هيله لرو چې د دې نه پس به د اېم كيو اېم لخوا بدلونونه بېرته واخستې شي۔ کشور زهرہ ووئيل د مني بجټ حساسيت محسوسولو سره مونږ بدلونونه وړاندې كړي وو٬ د وزيراعظم عمران خان او خزانې وزير شوکت ترين زمونږ په بدلونو د مثبت غبرګون څرګندونه كړې ٬ مونږ د ھغوي مننه كوٶ۔ د شوكت ترين په باور وركولو كشور زهره خپل بدلونه بېرته واخستل٬ د دې نه پس سپيكر ايوان څخه د بل شق وار منظوري اغستله چې د اپوزيشن لخوا د مالي ضمني بل 2021ء په شق 2 درې بدلونونه جمع كړے شول كوم چې شاهد خاقان عباسي٬ محسن داوړ او سيد نويد قمر وړاندې كړل۔ د غړو بحث نه پس شوکت ترين بحث راغونډلو كښې ووئيل د خزانې وزير په توګه آئي اېم اېف سره چې خبرې پېل شوې نو ھغوي د ان پټ او آٶټ پټ برابر ساتلو خبره وكړه، دا د ټېكسونو چغې چې وهي دا په اصل كښې د ډاکومنټيشن خلاف دي ځكه چې كله هم د معيشت د دستاويزي كولو خبره كېږي نو دوي شور كوي٬ د دستاويزي معيشت نه ټول تخښتي، دې څخه به د دوي د اصل آمدن اندازه ولګي۔ ده ووئيل د مني بجټ د لارې لګولې شوې 343 اربه روپو كښې 280 اربه به ريفنډ شي ٬ يوازې د 71 اربه روپو ټېكس لګولے كېږي۔ ده ووئيل اپوزيشن هم پوهېږي تر څو چې د 18 نه تر 20 فيصده ټېكس ټو جي ډي پي نه وي نو مونږ به د 6 نه تر اته فيصده شرح نمو ترلاسه نه كړې شو۔ د دې نه پس سپيكر د اپوزيشن لخوا وړاندې كړي تراميم غونډې ته وړاندې كړل كوم چې په يوه خله مسترد كړے شول او دغسې سپيكر بل شق ټو وړاندې كړو او غونډې د ھغې منظوري وركړه ۔ په ټولو شقونو د بحث نه پس اېوان د خزانې وزير شوکت ترين لخوا وړاندې كړي بدلونونه منظور كړل او د اپوزيشن بدلونونه په يوه خله مسترد كړے شول۔ شوکت ترين تحےيك پېش كړو چې ضمني مالياتي بل 2021 دې منظور كړے شي او دغسې قامي اسمبلۍ په اكثريت سره د بل منظوري وركړه
قامي اسمبلۍ د محصولات او د ډيوټيز پحقله ځينې قوانين كښې د بدلون كولو مالي (ضمني) بل 2021 په يوه خله منظور كړو
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ