اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي ټول اتحادي ګوندونه د پاكستان تحريك انصاف مشرتابه سره په تماس كښې دي او دوي به د عدم اعتماد د تحريك په معامله د حكومت ملاتړ كوي، اپوزيشن وړاندې هم په هر مېدان د حكومت په ضد پاتې راغلے او د عدم اعتماد په تحريك كښې به ه?? ماتې سره مخ كېږي. د ګل په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل د اپوزيشن ګوندونو په هېواد كښې د غېر يقينې صورتحال راپېدا كړے، بدعنوان، غله او شوكمار د اېماندار قيادت په ضد يو رايوځاے شوي خو دا خلق به په خلقو مقاصدو كښې كله ه?? كامياب نه شي. ده ووئيل پاكستان مسلم ليګ ن د هېواد په سياست كښې د كرپشن موجد دے، ن ليګ او پيپلز پارټي په هېواد كښې د ستونزو ذمه وار دي. وفاقي وزير ووئيل ن ليګ او پيپلز پارټ?? تل د هېواد په سياست كښې هارس ټرېډنګ ته وده وركړ??، ټول قام ته معلومه شو?? چې د اپوزيشن ګوندونو د سېنېټ ټاكنو په مهال د كرپشن پېسه څنګه كارولې. ده ووئيل اپوزيشن د حكومت او اتحاديانو ترمېنځه اختلافات راپېدا كول غواړي خو دا خلق به په خپل?? ناوړه مقاصدو كښې كله ه?? كامياب نه شي.
اتحادي ګوندونه د حكومت سره ولاړ دي، اپوزيشن به د عدم اعتماد په تحريك كښې ماتې سره مخ كېږي. سېنېټر شبلي فراز
مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس