اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د وزيراعظم محمد نواز شريف څخه استعفٰی غوښتونكې دې سوچ وكړي چ?? سپريم كورټ د هغوي 7 غوښتنې رد كړي٬د سپريم كورټ د اړخه جوړېدونكي جے آئي ټي رد كونكي سياسي ګوندونه د عدالت سپكاوے كوي٬د اولس خذمت٬هېواد د پرمختګ او څوكالۍ پلو روا??ول??د اقتصادي پرمختګ غوندې په اقداماتو په سوب نړيوالو ادارو بې پرې سروے كښې مسلم ليګ(ن)د پاكستان تر ټولو مقبول سياسي ګوند ګرځولې دے ٬د وزيراعظم محمد نواز شريف په بري كېدو د ګوند كارمندان او اولس خوشحالۍ كوي ٬اوس دې هيلې بهانې ختمې كړی شي٬ټولو سياسي ګوندونو له به د اړي ګړي خبرې ختمول وي٬كه داسې ونه شوه نو د مردان٬سيالكوټ غوندې پېښې به رامخې ته شي٬بايد اوس د اړي ګړي سياست ختم كړی شي٬سي پېك د وزيراعظم نواز شريف د اړخه په سيمه كښې د كارخانو د ودې برخه ده٬ون روډ ون بلټ ترمخه د سي پېك پروژه په ګوادر كښې د 65 هېوادونو د رابطې ذريعه ګړځېدلې ده ٬د سي پېك پروژه د پاكستان نوو نسلونو ٬سيمې او ځينې پرمختللي هېوادونو لپاره د وزيراعظم محمد نواز شريف د اړخه ډالۍ ده٬وزيراعظم محمد نواز شريف به يو بل پراسس بشپړولو سره د جے آئي ټي په وړاندې هم بريالې كېږي٬د عدالتي پريكړې نه پس په سټاك ماركيټ كښې تندوالې په وزيراعظم د باور څرګندونه ده۔دې د جمعې پھ ورځ د اسلام آباد په ځاېي هوټل كښې د پاكستان فرنتيچر نندارتون پرانستې دستورې ته خطاب او مېډيا سره خبرې كولې۔پرنسپل انفارمېشن آفيسر راؤ تحسين علي هم په دې موقع موجود ؤه۔مريم اورنګزېب ووئيل د نندارتون په كولو منتظمين د مباركۍ مستحق دي٬په نندارتون كښې اېښودې شوي څيزونه د نړيوال معيار څخه كم نه دي٬دا هم يو حقيقت دے چې د پاكستان صنعت تندۍ سره پرمختګ كوي٬د وزيراعظم وژن ټولو صنعتونو ته د مخ په وړاندې تګ موقع وركوي۔دې ووئيل 2013 كښې د پاكستان ديواليه كېدو په اړه خبرې كېدې ٬ مريم ارونګزېب ووئېل په دې مهال پاكستان د پرمختګ او څوكالۍ پلو روا??ول?? او هېواد د بحرانونو څخه په ويستلو ټول قام د وزيراعظم مننه كوي٬نړيوالو ادارو هم پاكستان يو قوي معيشت ګرځولې۔دې ووئيل د وزيراعظم د اړخه پاكستان د تيارو څخه په ويستو هم مخالفين د هغه په ضد متحرك شوي او د نورو په ايجنډا عمل كوي۔دا د هېواد د دښمنۍ او د جمهوري استحكام نفي د??۔د??همې وزيرې ووئيل تېرو څلورو كلونو كښې د برېښنا چې څومره پروژې پېل شوي په 70 كلونو كښې مثال نه لري۔دې ووئيل كله چې هم هېواد د پرمختګ او څوكالۍ پلو روانېږي نو دښمنان هم متحرك كېږي۔دې ووئيل د برېښنا اوسني لوډشېډنګ وجه د ګرمۍ شدت زياتېدل دې۔ دوهمې وزيرې ووئېل وزيراعظم د دې معاملې هم نوټس اخستې او سپارښتنه يې كړې چې په راروانو لسو ورځو كښې د توان بشپړېدونكو پروژو څخه برېښنا سسټم كښې د شاملولو نه پس لوډشېډنګ كم كړئ ا و په 2018 كښې به دا بحران په بشپړه توګه ختم شي۔دې ووئيل وزيراعظم يوازنې سياستمدار دے چا چې خپل درې نسلونه عدالت ته احتساب له وړاندې كړي۔دې ووئيل عمران خان پھ تېرو څلورو كلونو كښې په كے پي كے كښې هېڅ هم نه دي كړې۔كه كومه آئيني اداره د هغه څخه غوښتنه وكړي نو هغه غلطې خبرې كوي۔دې ووئيل د 2013 ټاكنو نه پس هم اولس په ضمني٬بلدياتي٬ګلګت بلتستان او د آزاد كشمير په ټاكنو كښې په مسلم ليګ(ن)د باور څرګندونه كړې۔دې ووئيل نواز شريف د پانامه ليكس پھ معامله د كمېشن جوړولو چې كومه پريكړه كړې وه نن سترې محكمې په هغه معامله د جے آئي ټي جوړولو سره تائيد كړے۔
د وزيراعظم محمد نواز شريف څخه استعفٰی غوښتونكې دې سوچ وكړي چې سپريم كورټ د هغوي 7 غوښتنې رد كړي
مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری