نیویارک۔7اګست(اے پی پی) پاكستان د هند او افغانستان د پاكستان خاوره د ترهګرو خوندي ځايونو ګرځولو سخته غندنه كړې ده او د هند او افغانستان تورونه ئې رد كړي دي۔ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په غونډه کښې د جنګ ځپلي افغانستان د وضعیت په اړه د بحث وروسته ، په ملګرو ملتونو کښې د پاکستان سفیر منیر اکرم یوې خبري غونډې ته وېنا وکړه كوم كښې چې هغه په هند سختې نیوکې وکړې څوك چې اګست مياشتې لپاره د سلامتي كونسل مشر دے او چا چې افغانستان كښې امن لپاره د نېغ په نېغه همكار كېدو او د ګاونډي كېدو باودجود پاكستان ته د خطاب موقعه ورنكړه٬ هغه ووئيل مونږ په دې لړ كښې په باضابطه توګه خواست هم وړاندې كړې ؤ او د هغې باودجود انكار وكړے شو۔ هغه د ملګرو ملتونو هېډكوارتر كښې شوي خبري كنفرنس كښې د ورځپاڼو نمائندګانو ته ووئيل مونږ د هند په صدارت كښې د انصاف كومه هيله نه لرؤ۔ هغه ووئیل د افغانستان د وضعیت په اړه د پاکستان بشپړه بیان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل غړو ته واستول شي. هغه په پاکستان کښې د ترهګرو د خوندي او پټ ځایونو په اړه تورونه رد كولو سره ووئيل چې دا یوازې افسانې دي۔ منیر اکرم په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې القاعده ، داعش ٬ تحریک طالبان پاکستان او د ختیځ ترکمانستان اسلامك موومنټ دې په كوم هم هېواد بريدونو لپاره د افغانستان خاورې كارولو څخه منع كړې شي ولې چې ترهګري افغانستان او د دې ګاونډي هېواد په خاص توګه پاكستان لپاره لوے چېنلنج دے۔ هغه ووئيل پاكستان جمعيت الاحرار او تحريك طالبان پاكستان ته د كوم بل درېم هېواد لخوا په ترلاسه كېدونكې مرسته سخته اندېښنه لري۔ سفير منېر اكرم د منطقې وضعې ته د زيان رسوؤنكو سخته غندنه وكړه كوم چې افغان امن عمل د پاټلۍ نه د كوزولو هڅې كوي او په دې افغان امن عمل كښې سهولت كاري پاكستان كړې ده۔ هغه منطقه كښې صورتحال ته زيان رسوؤنكو ته هم خبردارې وركړو۔ سفیر منېر اکرم زياته كړه چې د پاكستان وزيراعظم عمران خان ټول عمري د افغانستان په سياسي حل زور راوړے دے ولې چې افغانستان كښې د تل پاتي امن او سېكورټي بحالۍ هم دا يوازينۍ لاره ده۔
د پاكستان لخوا د هند او افغانستان د پاكستان خاوره د ترهګرو خوندي ځايونو ګرځولو سخته غندنه٬ د هند او افغانستان تورونه رد كوؤ۔ منېر اكرم
مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ