پېنډۍ 12جنوري (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوہ سره د ټېرېسټريل آرمي کانګو کمانډر لېفټيننټ جنرل سکابوے اسيندا فال ليدلي دي ۔ د آئي اېس پي آر لخوا د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬ د سيمه ايزې سلامتيا په صورتحال او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دفاع٬ تربيې او امنيت پشمول په عسكري مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوہ ووئيل پاك پوځ د ملګرو ملتونو (يو اېن) بېنر لاندې امن لپاره د خپل كردار لوبولو عزم لري او مونږ دې عظيم مقصد لپاره يو شمېر قربانۍ هم وركړي۔ سرلښكر ووئيل پاكستان كانګو ته په افريقائي براعظم كښې د يو مهم هېواد په توګه ګوري او مونږ سيمه ايز امن لپاره د كانګو د كردار ستائنه كوٶ۔ په دې موقع د ټېرېسټريل آرمي کانګو کمانډر لېفټيننټ جنرل سکابوے اسيندا فال د پاكستان د وسله والو ځواكونو د وظيفائي پوهې او په جمهوريه كانګو كښې د ملګرو ملتونو امن مشن كښې د پاكستان د كردار ستائنه وكړه۔ ده د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو لپاره د عزم څرګندونه هم وكړه
د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوہ سره دټېرېسټريل آرمي کانګو کمانډر لېفټيننټ جنرل سکابوے اسيندا فال وليدل
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس