اسلام آباد12اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سيكا شپږمې د مشرانو غونډه كښې ګډون لپاره(نن)قزاخستان ته ځي۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په آسيا كښې د تعامل او باور جوړولو په اقدامات د كنفرنس شپږمه د مشرانو غونډه كښې ګډون لپاره قزاخستان ته ځي۔وزيراعظم شهباز شريف به په 12 ٬ 13 اكتوبر 2022 د قزاخستان پايه تخت آستانه كښې د سيكا(CICA)شپږمه غونډه كښې ګډون كوي۔د كابينې غړي او د اعلٰی چارواكو مشتمل پلاوې به د وزيراعظم سره ملګري وي۔وزيراعظم به د اكتوبر په 13مه نېټه كال 2022 سيكا غونډې ته خطاب كوي۔هغه به د شركو چېلنجونو مخ نيوي لپاره د ټولو آسيا هېوادونو ترمينځه خبرې اترې او مرستې ته د ودې وركولو لپاره يو ښه فورم په توګه د سيكا اهميت واضحه كوي۔وزيراعظم به په سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو د پاكستان نقطه نظر هم رامخې ته كوي٬۔د مشرانو غونډې په موقع به وزيراعظم د سيكا بېلو غړو هېوادونو مشرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي چې مقصد يې دې هيوادونو سره تجارت٬سرمايه كارۍ او د توان په څانګو كښې مرسته ته وده وركول دي
وزيراعظم محمد شهباز شريف د سيكا شپږمې د مشرانو غونډه كښې ګډون لپاره(نن)قزاخستان ته ځي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو