اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن دا هيله څرګنده كړې چې پاکستان او ایران به د پولې نه پورې د چېلنجونو مخنيوي لپاره هڅې دوامدارې ساتي٬ د لوړې كچې پ??اويو تګ راتګ سره به د دواړو هېواددونو ترمېنځه دفاعي اړيكې لا ښه شي۔ اولس مشر دا خبرې د ايران د وسله وال پوځ مشر مېجر جنرال محمد حسېن باقري سره كړې چا چې د ګل په ورځ اولس مشر سره ايوان صدر كښې ملاقات كړې۔ د ايوان صدر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دواړو هېوادونو قوي او شريكې د ورورولۍ اړيكې پ?? شريكه عقيده٬ كلتور او تاري?? آډانه دي۔ ده ووئيل تېر كال د اولس مشر روحاني د پاكستان راتږ او د پاكستان د وسله وال ځواك مشر د ايران دورې سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د شريكو اړيكو يو نوې دور پېل شوې۔ ده زياته كړې چې د ګوادر هوائي مېدان منصوبې مقصد د منطقې د بېلا بېلو هېوادونو ترمېنځه مواصلاتي رابطو زياتول دي او دا منصوبه به ټولې منطقې لپاره ګټوره وګرځي۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئ??ل سوله ايز او مستحكم افغانستان د منطقې پ?? ګټه دے او پاكستان د افغانستان مشرانو او اولس د خوښې له مخې د امن او استحكام بحالۍ ملاتړ كوي۔ ده ووئيل د ګاٶنډي هېوادونو په حېث پاكستان او ايران افغانستان كښې كوټلې امن لپاره هڅې كوي۔ اولس مشر ووئيل امن او پرمختګ لپاره پاكستان ايران سره مرسته لا ښه كول غواړي۔
پاکستان او ایران به د پولې نه پورې د چېلنجونو مخنيوي لپاره هڅې دوامدارې ساتي
مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo