اسلام آباد23اګست(اے پي پي)صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د مېرمنو په ضد جرائمو كښې د ككړو كسانو زر تر زره سزا وركولو ته اړ??يا ده، وګړي، ټولنې او رياست دې د مېرمنو د حقونو تحفظ لپاره خپل كردار ولوبوي۔۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د کتاب “دختران پاکستان” مخ كتنې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ډاکټر عارف علوي وو??يل تېره اونۍ كښې مېرمنو سره په رامخې ته شوو دوو پېښو راته تكليف رارسېدلے٬ په اسلامي ټولنه كښې مېرمنو ته خاص مقام ترلاسه دے، اسلام كښې د مېرمنو دا حترام خاص تلقين شوے ٬ د مېرمنو تحفظ لپاره به افراد، ټولنې او رياست له ذمه واري ترسره كول وي۔ ده وو??يل د مېرمنو د معاشرتي تحفظ پحقله قوانين شته د كومو چې عملي كولو ته اړ??يا ده٬ د پرمختللېو قامونو په صف كښې اودرېدو لپارهزيات همت او حوصلې ته ضرورت دے۔ ده وو??يل په اجتماعي هلو ځلو قامونه جوړېږي٬ مېرمنو ته درست مقام وركولو سره به هېواد پرمختګ وكړي۔ ده وو??يل د مدينې رياست جوړول زمونږ مقصد دے او ټولنې له په دې لړ كښې كردار لوبول پكار وي۔ ده وو??يل په هېواد كښې ناسم خبرونه چلېږي۔ دغسې دستورې ته د موسمياتي بدلون وزېر مملكت زرتاج ګل، ?? مېرمنو د پرمختګ صوبائي وزيرې آشفه رياض فتيانه، د اسلامي نظرياتي کونسل چيئرمېن قبله اياز، د بين الاقوامي اسلامک يونيورسټي ريکټر پروفېسر ډاکټر معصوم ياسين زئي او س??يعه راحيل قاضي هم وېنا وكړه
وګړي، ټولنې او رياست دې د مېرمنو حقونو تحفظ لپارهخپل كردار ولوبوي۔ د صدر ډاکټر عارف علويد کتاب ” دختران پاکستان” مخ كتنې دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج