23 مئي (اے پی پی) د وزیر??عظ?? محمد نواز شریف د ون بېلټ ون روډ فورم په ګډون كولو د پاك چين اقتصادي مرسته لا مستحكمه شوې٬ د كشمير كشالې پحقله د پاكستان دريځ له د چين قيادت لخوا ملاتړ لا قوي شوې دې ۔ د چين پايه تخت كښې وزیر??عظ?? د چين اعلیٰ قیادت سره مهم ملاقاتونه كړي۔د چين اولس مشر شي جن پنګ سره د ملاقات نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وزیر??عظ?? نواز شریف ووئيل چين د كشمير په كشاله د پاكستان د دريځ پلوي دے او چين د سوله ايزو خبرو اترو د لارې د كشمير كشاله هوارولو له خوښي لري۔ وزیر??عظ?? محمد نواز شریف د چين خپل همڅنګ سره د رېلوے اپ ګرېډېشن پشم??ل بېلا بېلو څانګو كښې د پاك چين مرستې په 6 لوظنامو د لاسليك دستوره كښې هم ګډون كړې۔ وزیر??عظ?? نواز شریف د ون بېلټ ون روډ فورم غونډې ته خپلې وېنا كښې ووئيل سي پېك د منطقې ټولو هېوادونو لپاره پرانستې پروژه ده٬ د فورم په پائې كښې وزیر??عظ?? نواز شریف لیډرز راؤنډ ټېبل په نشستونو كښې ګډون كړې كومو كښې چې شريك پرمختګ لپاره نزدې شراكت دارۍ ته پام ګرځولې شوې۔ وزیر??عظ?? د چين اولس مشر او نورو نړيوالو مشرانو سره په دوېمه ورځ په وركنګ لنچ كښې هم ګډون كړے۔ وزیر??عظ?? نواز شریف د خپلې دورې په مهال د ترکيې اولس مشر رجب طیب اردوا??، د وېت نام اولس مشر تران دائي، د اېتھوپیا وزیر??عظ?? هېلي ماریم دېسالي??، د بېلارس اولس مشر الېګزېنډر لوکا شینکو پشمول نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه كړي چې پكښې د شريكې خوښې او په سيمه ايزو چارو خبرې شوې۔ وزیر??عظ?? د چين خپلې دورې په دوېم پړاو كښې هېنګ ژو ښ??ر ته هم تللې چرته چې ھغه د نوموړې چينائي اي پورټل علي بابا ګروپ د مركزي دفتر هم دوره كړې ۔ په دې موقع پاکستان او د علي بابا ګروپ ترمېنځه پاكستان كښې د اي كامرس ودې له د تفاهم په يادښتونو هم لاسليك شوې۔ وزیر??عظ?? د هانګ كانګ درې ورځنۍ دوره هم كړې چرته چې وزير??عظ?? د سرمايه كارۍ فورم ته د وېنا سره د چين او هانګ كانګ مهمو كاروباري شخصياتو سره هم ملاقاتونه كړي۔ بلخوا د چين ميډيا د ون بېلټ ون روډ فورم كښې ګډون لپاره د وزیر??عظ?? د چين دورې ته ښه او بشپړه كورېج وركړې كومه چې د 14مه نه تر 15مې مئي د بېجنګ كښې شوې او په كښې نړيوالو مشرانو ګډون كړې۔ د انګلسۍ او چينائۍ ژبې ټي وي چېنلو په خاص توګه چائنه ګلوبل ټيلي ويژن نېټ ورك ٬ سي سي ټي وي او بي آئۍي د وزیر??عظ?? نواز شریف په باضابطه مصروفياتو كښې دلچسپي اخستې او خپلو خبرونو او نورو پروګرامون كښې ئې په دې لړ كښې ګڼ شمېر فوټېچ ښودلي ۔د چين نړيوال راډيو نه علاوه پيپلز ډېلي ٬ بيجنګ ريويو او شنګهائي ډېلي پشمول نوموړو ورځپاڼو د وزیر??عظ?? فورم كښې د بشپړه ګډون پحقله خبرونه او تجزيې وړاندې كړې دي
د وزیراعظم محمد نواز شریف د ون بېلټ ون روډ فورم كښې ګډون سره پاك چين اقتصادي مرسته لا مستحكمه شوې
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد