اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې په منطقه كښې د سېلګرۍ ډېر ګنجائش موجود دے٬دا صلاحيت كارولو سره جديد انفراسټركچر جوړول او ځايې آبادۍ ته د سېلګرۍ په څانګه كښې تربيې وركولو ضرورت دے۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګلګت بلتستان كونسل 12مې غونډې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ كونسل په ګلګت بلتستان كښې اولس ته د مواصلات ښه آسانۍ رسنې غرض سره نيكسټ جنرېشن موبائل سروسز سپيكټرم نيلامۍ په اړه د پالېسۍ ډائرېكټو جاري كولو منظوري وركړه۔ په غونډه كښې د ګلګت بلتستان كونسل(الېكشن)رولز 2021 منظوري وركړې شوه۔د ګلګت بلتستان كونسل 6 ممبرانو ټاكنه به د ګلګت بلتستان كونسل(اليكشن)رولز 2021 له مخې كولې شي۔كونسل د منهاس حسېن د ډسټركټ اينډ سېشن جج غذر د ګلګت بلتستان د بينكنګ اينډ كسټم كورټ د جج په توګه منظوري وركړه۔ او د ګلګت بلتستان د قامي احتساب كورټ د جج د اضافي چارج وركولو منظوري هم وركړې شوه۔د ايجنډې د منظورۍ نه پس وزيراعظم عمران خان ته د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی د اوسنو بارانونو په نتيجه كښې د پېدا شوي صورتحال او د رېليف اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو۔دوي په ګلګت بلتستان كښې د سېلګرۍ په وده هم تفصيلي خبرې وكړې۔وزيراعظم ووئيل چې په منطقه كښې د سېلګرۍ ډېر ګنجائش دے۔ضرورت د دې خبرې دې چې دا صلاحيت كارولو سره جديد انفراسټركچر جوړول او ځايې آبادۍ ته د سېلګرۍ په څانګه كښې تربيه وركړی شي چرته چې سېلګرۍ ته وده ترلاسه شي هلته ځايې آبادۍ ته ښه معاشي موقعې په لاس راشي۔
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ګلګت بلتستان كونسل 12مه غونډه وشوه
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ