شرم الشېخ 08 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پرمختګ كوٶنكو او كمزورو هېوادونو ضرورتونه ترسره كولو لپاره د سپېځلې تګلارې له مخې د موسمياتي فنانس نوې٬ اضافي او په تل پاتې وسائلو آډانه نظام په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دي د موسمياتي تباهۍ په فرنټ لائنز د موجودو كسانو د حقيقي بحالۍ ضرورتونه برقرار ساتلو لپاره موجوده مالياتي فرق ډېر زيات دے، د ملګرو ملتونو نظام تر مخه نړيوال موسمياتي رسك انډېكس جوړول پكار دي ، دا به اوس كېږي او يا كله هم نه، د پېرس په اعلاميه كښې د بيان كړې شوې تګلارې څخه هم د زياتو ذمه وارو احترام پكار دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د يو اېن کلائميټ چېنج کنفرنس کوپ 27 مشرانو غونډې ته خپلې وېنا كښې د قامي نقطه نظر وړاندې كولو په مهال كړې۔ وزيراعظم د کوپ 27 کنفرنس په كوربتوب كولو د مصر صدر عبدالفتح السېسي ته مباركي وركولو سره ووئيل كوپ 27 يواځنے پېلټ فارم دے چرته چې د انساني نسل بقاء د يو مقصد په توګه تر نظره لاندې ساتلې شي٬ دا يو داسې فورم دے چرته چې كمزورې هېوادونه خپله معامله شتمندو او وسائل لرونكو هېوادونو ته وړاندې كولې شي دغسې چې د انصاف شريك مقصد ترلاسه شي او داسې نړۍ كښې د ضروري پاليسيو بحالۍ لپاره يو رود مېپ خپل كړے شي كوم چې زمونږ د صلاحيتونو نه زيات په بيړه بحالۍ له مرسته وكړي۔ ده ووئيل پاکستان كښې د اوسني سېلاب څخه 33 مېليونه خلق متاثره شوي، 4410 مېليونه اېكړه زرعي زمكې ته زيان رسېدلے٬ نزدې 40 لكه كوچنيان د صحت خدمات ته رسنه نه لري٬ د هېواد په سوئيلي سيمو كښې د اوسط نه اووه چنده زيات بارانونه شوي ٬ ده ووئېل د ګليشيئرز ويلي كېدو څخه سېلاب او داسې ډېرو موسمياتي تباهو سره مخ شوي يو او مونږ د دې تباهو نه بچ كېدو لپاره هڅې كوٶ۔ ده ووئيل د سېلاب له امله د هېواد په شمال كښې 8 زره كلوميټره نه زيات سړكونه ويجاړ شوي٬ درې زره كلوميټره د رېل پټلۍ ته زيان رسېدلے او د سلګونو په شمېر پولونه تباه شي او ولاړو فصلونو ته زيان رسېدلے دے ۔ وزيراعظم ووئيل د سېلاب له امله په هېواد كښې 30 اربه ډالره زيان شوے٬ ده ووئيل د كاربن ګاز په اخراج كښې زمونږ د هېواد برخه د يو فيصد نه هم كمه ده، پاکستان لپاره ترجيحات كله هم واصح نه دي پاتې شوي٬ ده ووئيل فنانسنګ او ټائم لائن په دواړو لحاظ سره موافقت نړيوال هدف ته ترجيح وركولو ته اړتيا ده٬ مونږ تر اوسه موافقت او د ماليات پحقله په لوظونو كښې توازن ته نه دے ليدلے ۔ وزيراعظم ووئيل کلائميټ فنانس له په واضح توګه نوې، اضافي او د پائيداره وسائلو په توګه يو سېپځلې تګلاره بيانول پكار دي كومه چې د پرمختګ كوٶنكو او كمزورو هېوادونو ضرورتونه د ھغوي د رفتار او پېمانې له مخئ ترسره كړي د كومو چې ضرورت دے۔ ده ووئيل په كال 2009 كښې د كوپ-15 كښې تر كال 2020 په كلنه توګه د سل اربه ډالرو وركولو لوظ شوے ٶ خو ھغه تر اوسه ترسره نه كړے شو٬ د ملګرو ملتونو نظام له مخې د يو اېن اېف سي سي سي له د ټولو ډلو يو نړيوال موسمياتي رسك انډېكس جوړول پكار دي ٬ په دې انډېكس كښې تر ټولو كمزورو هېوادونو منصوبو ته کلائميټ فنانس لپاره ترجيح او په تندۍ سره منظوري هم پكار ده
د ملګرو ملتونو نظام تر مخه نړيوال موسمياتي رسك انډېكس جوړول پكار دي ، کمزورو هېوادونو لپاره د سپېځلې تګلارې له مخې د موسمياتي فنانس نوې٬ اضافي او په تل پاتې وسائلو آډانه نظام ته ضرورت دے۔ وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر