اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير اسد عمر او د اېن سي او سي كوآرډينېټر لېفټېننټ جنرل حمود الزمان په مشرې كښې د اېن سي او سي خاص غونډه د ګل په ورځ وشوه. په غونډه كښې د كورونا د زياتېدونكې شرح تر مخه په زياتو ځپليو ښارونو كښې په لاك ډاٶن لګولو غور وكړے شو. غونډې ته ووئيل شول د رنځ زياتېدل به په دې ښارونو كښې په روغتونونو كښې د اسانيو د كمي سبب جوړېږي. غونډې ته ووئيل شول د لاك ډاٶن په اړه حتمي پرېكړه به ټولو اړوندو ډلو سره د مشاورت كولو نه پس كولې شي. په دې موقع اېن سي او سي د كېمرج امتحانات په طريقه كار نظرثاني وكړه او غونډې ته ووئيل شول چې دا امتحانات د تعليم وزارت د پرېكړې له مخې كولې شي. په دې لړ كښې اېن سي او سي پرېكړه كړې چې په يو امتحاني مركز كښې به د پنځوسو نه زيات زده كوونكې نه وي. اېن سي او سي د تعليم وزارت ته خواست وكړو چې د كېمرج امتحانات په مهال ټول حفاظتي تدابير باوري كړې. غونډې ته ووئيل شول د څلوېښتو نه تر پنځوسو كالو عمر كسانو د رجسټرېشن عمل به سبا پېل شي او د شپتو كلونو نه زيات عمر لرونكو وګړو ته واكسين لګولو لپاره د واك ان اسانۍ وركولو پرېكړه هم شوې. په غونډه كښې طبي څانګې ته د آكسيجن مستقل وركړې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو. په غونډه كښې د اختر رخصتې په مهال د اولس د تګ راتګ محدود كولو او د ټورازم نظام په مرتب كولو هم غور وكړے شو
د اېن سي او سي په غونډه كښې د كېمرج امتحانات په مهال د حفاظتي اقداماتو باوري كولو هدايت او په زياتو ځپليو ښارنو كښې د لاك ډاٶن په لګولو غور وكړے شو
مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil