اسلام آباد۔21مارچ (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي افغانستان لپاره د هیومېنیټیرین ټرسټ فنډ جوړولو مقصد افغان اولس لپاره د نړيوال بشري مرستې حجم زياتولو اجتماعي هڅه كول دي ٬ د بشري بحران په تناظر كښې افغان اولس ته به په سمدستي توګه خپل پام ګرځول وي۔ د ګل په ورځ په خارجه وزارت كښې افغانستان لپاره د هیومېنېټیرین ټرسټ فنډ لپاره په چارټر د لاس ليك دستورې ته خپل خطاب كښې خارجه وزير ووئيل په اسلام آباد كښې د خارجه كونسل 17مې غېر معمولي غونډه كښې د اسلامي پرمختيائي بېنك ترسېوري لاندې د هیومینیټیرین ټرسټ فنډ جوړولو پرېكړه وكړې شوه۔ بنك ته خواست وكړې شو چې هغه دې د روان كال په اولنيو څلورو مياشتو كښې دا فنډ فعال كړي۔ ده ووئيل بېنك خپل مېنډېټ په فعاله ډول په ټاكلي موده كښې ترسره كړې۔ ده ووئيل د ټرسټ فنډ مقصد افغانستان ته بشري مرسته رسولو لپاره د يو مېكانزم په توګه كار كول دي په دې لړ كښې به د او آئي سي غړو هېوادونو كردار مهم وي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د او آئي سي غړي هېودونه ٬ اسلامي مالياتي ادارې او نور نړيوال همكاران به په دې ټرسټ كښې د خپلو عطياتو د لارې شموليت وكړي۔ ده ووئيل د خارجه كونسل د 48 مې غونډې د چيئرمېن په توګه به ګډون كوؤنكو څخه په فنډ كښې د برخې اچولو خواست وكړم۔ خارجه وزير ووئيل دا خصوصي ټرسټ فنډ افغان اولس لپاره د نړيوالې بشري مرستې حجم زياتولو په لړ كښې زمونږ اجتماعي هڅه ده او مونږ ټولو له به د دې ګام كاميابولو له هڅې كول وي۔
افغانستان لپاره د هیومېنیټیرین ټرسټ فنډ جوړولو مقصد افغان اولس لپاره د نړيوالې بشري مرستې حجم زياتولو اجتماعي هڅه كول دي ۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا