اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري سره د ملګرو ملتونو د ګډوالو ډپټي هائي كمشنر كېلي ټي كليمېنټس د زيارت په ورځ ملاقات كړے . د ملاقات په مهال د افغان كډوالو په صورتحال او د پاكستان او يو اېن اېچ سي آر ترمېنځه په مرسته خبرې شوي . په دې موقع خارجه وزير د افغان كډوالو ملاتړ سره سره د افغان وګړو انساني او اقتصادي مرستې لپاره د نړيوالې ټولنې د مستقل شموليت په اهميت زور راوړو. ده ووئيل بايد په نړۍ كښې رامخې ته كېدونكې نوے انساني صورتحال د افغانانو د ضرورتونو څخه د نړۍ پام ونه ګرځوي. خارجه وزير په پاكستان كښې د لكونو افغانانو كډوالو ساتنې لپاره د يو اېن اېچ سي آر لخوا د كلونو نه د روانې مرستې ستائنه وكړه. ډپټي كمشنر د تېرو څو لسيزو څخه د لكونو په شمېر د افغان كډوالو په كوربتوب كولو د پاكستان مننه وكړه. د ملاقات په مهال پاكستان او يو اېن اېچ سي آر د افغان كډوالو ضروري مرستې او د دوي په ښه ډول هېواد ته د ستنېدو تل پاتي حل لپاره په ګډه په كار كولو اتفاق وكړو
خارجه وزير بلاول بهټو زرداري سره د ملګرو ملتونو د ګډوالو ډپټي هائي كمشنر ملاقات
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری