اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیرِ چوهدري نثارعلي خان سره د برتانيې هائي كمشنر تھامس ډریو ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او برتانيې په اړيكو٬ د امنيت پشمول په بېلا بېلو چارو د روانې مرستې جاج او د منطقې په وضعه خبرې اترې وشوې۔ د د??خله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې موقع د برتانيې هائي كمشنر پاكستان كښې د اوسنيو چاٶدنو غندنه كولو سره په قېمتي ځاني زيان د غ?? دړد څرګندونه كړې ده ۔ چوهدري نثارعلي خان په دې موقع ووئيل وخت راغلې چې دواړه هېوادونه د مستحكمو اړيكو په لاره كښې رامخې ته شوې خنډان لرې كړي او د شريكو تحفظاتو ازالې له قوي او ګڼ اړخيزه پارټنرشپ لپاره په ګډه كار وكړي۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ لعنت يو هېواد لپاره نه بلكې سيمه ايز او نړيوال امن لپاره سنګين خطر دے۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد حنګ اوږد دے خو پاكستان د دې لعنت د خاتمې عزم لري۔ وفاقي وزير ووئيل ضر??ري ده چې دې جنګ كښې نړيوال قوا او هېوادونه خپلې ذمه وارۍ وپېژني۔ د برتانيې هائي كمشنر ووئيل زمونږ حكومت او اولس د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو قدر كوي او په دې لړ كښې به هر ډول ممكنه مرسته روانه ساتي
د كورنيو چارو وفاقي وزير سره د برتانيې هائي كمشنر وليدل
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان