اسلام آباد 15 اكتوبر(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب وئېلي دي سي پېك فليګ شپ پروژه ده٬پاكستان په هر نړيوال فورم چين سره ولاړ دے۔د جمعې په ورځ د پاكستان د فيصل آباد ښار او د چين د چنګ داؤ ښار ترمينځه د سسټر سټي لوظ نامه وشوه۔د دواړو ښارونو ترمينځه لوظ نامې سره به بزنس ټو بزنس مرسته كولې شي۔په دې لړ كښې د جمعې په ورځ يوه دستوره وشوه دستورې ته د وېډيو لنك د لارې د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب٬په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ٬او په چين كښې د پاكستان سفير معين الحق نه علاوه د چين د چنګ داؤ ښار ميئر ژاؤ هاؤ زي هم ګډون وكړو۔دستورې ته په خپله وېنا كښې د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ او په چين كښې د پاكستان سفير معين الحق د دواړو ښارونو ښاروالو او د دواړو هېوادونو د چارواكو په دستوره كښې هركلے كوم۔ده ووئيل دې لوظ نامې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه بزنس ټو بزنس مرسته زياته شي۔ده ووئيل سي پېك فليګ شپ پروژه ده٬پاكستان په هر نړيوال فورم چين سره ولاړ دے۔
سي پېك فليګ شپ پروژه ده٬پاكستان په هر نړيوال فورم چين سره ولاړ دے۔د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔