بيجنګ 12 اګست (اے پي پي) د چين پخواني سفارتكار او د چارچر انسټي ټيوټ سنيئر ريسرچ فېلو چنګ جيانګ وئيلي دي چې ?? عمران خان لخوا د وزيراعظم په توګه د سوګند پورته كولو نه ??س به د پاكستان او چين سدا بهار دوستي او ستراتېژېكي شركت لا قوي شي۔ د اتوار په ورځ اے پي پي سره په خبر?? كښې ده ووئيل چې د پاكستان او چين په اړيك?? كښې به كوم بدلون نه راځي۔ ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو اړيكې به په سباؤن كښې لا قوي شي۔ ده ووئيل چې د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل ?? عمران خان په مشرې كښې دريم ګوند په ټاكن?? كښې كاميابي ترلاسه كړې۔ تحريك انصاف ?? عمران خان په مشرې كښې دې نعرې سره په ټولټاكن?? كښې كاميابي ترلاسه كړې چ?? هغه به د كرپشن په ضد مبارزه كوي او اصلاحات به راولي۔ ده ووئيل چې عمران خان ته به خپل لوظونه پوره كولو لپاره سخته خواري كول وي۔ د پاكستان او د هند اړيكو په اړه ده ووئيل چې عمران خان د كاميابې نه پس د دواړو هېوادونو اړيكې معمول ته د راوستلو امېد پېدا كړې او د هند وزيراعظم هم امن او استحكام لپاره ?? عمران خان د خواهش ستائنه كړې۔ د سي پېك په اړه ده ووئيل چې د پاكستان لوړه اقتصادي شرح په ځائ ساتل?? كښې سي پيك مهم كردار ترسره كړې۔ د دې پروژې به نه يوازې اقتصادي ګټه وي بلكې دې سره به د خلقو د ژوند معيار لوړ شي او سماجي ګټه به هم وركړي۔ ده ووئيل چې دې پروژې سره پاكستان د توان په مسئله قابو موندلې او هيله ده چې دې پروژې سره به ځائي خلقو لپاره د روزګار 10 لكه موقعې پېدا شي۔
د چين پخواني سفارتكار او د چارچر انسټي ټيوټ سنيئر ريسرچ فېلو چنګ جيانګ اے پي پي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : سائٹس de loteria confiáveis