اسلام آباد 14 جون (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې كله حكومت پرېږدو نو د هېواد د ديواليه كېدو خطر به ختم شوې وي٬ د حكومت د سختو پرېكړو مقصد د هېواد معيشت بچ كول دي۔ په اسلام آباد كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل عمران خان راتلونكي حكومت لپاره ستونزې پېدا كولو لپاره په پټروليم مصنوعاتو سبسډي وركړه٬ په كال 2018 كښې قرض 1500 اربه روپۍ وو او اوس 4 زره اربه دې۔ ده ووېيل آئي اېم اېف سره اولس دښمنه لوظنامې د عمران خان حكومت كړې وې٬ په دې لوظنامه د حفيظ شېخ لاسليك دے٬ مونږ د پي ټي آئي او د قامي حكومت پحقله معلومات نه لرو خو د پاكستان د خزانې وزيرانو په دې لوظنامه لاسليك كړې دې او اوس به موجوده حكومت من و عن دغه لوظنامې مخ په وړاندې بيائي، كه مونږ په دې لوظنامې عملدرآمد ونه كړو نو د هېواد معيشت به لا خراب شي۔ ده ووئيل د اتحادي حکومت جوړولو مقصد د هېواد معيشت بچ كول وو۔ وفاقي وزير ووئيل حكومت زراعت ته خاص پام كوي او په دې سبسډي وركوي دغسې چې د غلې د درآمد كولو حاجت نه رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل د پاكستان كروندګرو د اتومي چاٶدنو په مهال مونږ كامياب كړې ٶ او د زراعت پېداوار ئې زيات كړې ٶ۔ ده ووئيل پاکستان د اربونو ډالرو خوراكي تېل درامد كوي دغسې چايې هم درآمد كوي٬ اولس ته اپيل كوٶ چې ګرده نړۍ كښې د ګرانۍ طوفان راغلې دے دې لپاره اولس دې د خوراكي تېلو او چايې پشمول كوم څيزونه چې درامد كېږي د ھغې استعمال دې كم كړي۔ ده ووئيل مونږ بايد د توان په استعمال كښې هم كمې راولو دغسې چې درآمدي بل كښې هم كمې راوستې شي۔ ده ووئيل په پي اېس ډي پي كښې مونږ 50 اربه روپۍ بېل كړې دي او د وزيراعظم په امر په دې كښې 5 اربه روپۍ اضافه شوې ده دغسې چې د هېواد تعمير او د ترقۍ په كار كښې خنډان رامخې ته نه شي
كله چې حكومت پرېږدو نو د هېواد د ديواليه كېدو خطر به ختم شوې وي۔ احسن اقبال
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب