بايد قامي راز څرګند نه شي او د آډيو ليكس پلټني وكړې شي، سپيځلې ټاكني په اليكټرانك ووټنګ مشين سره كولو لپاره دې په انتخابي عمل تحفظات لرې كړے شي،د صدر ډاكټر عارف علوي د پارلمان شريكي غونډي ته وينا


APP65-061022 ISLAMABAD: October 06 - President Dr. Arif Alvi addressing the Joint Session of the Parliament at Parliament House. APP

اسلام آباد 06 اكتوبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي بايد قامي راز څرګند نه كړے شي او د آډيو ليكس پلټني وكړې شي، سپيځلي ټاكني په اليكټرانك ووټنګ مشين كولو لپاره دې په انتخابي عمل تحفظات لرې كړے شي، بايد بهر هېوادونو كښې مېشته 30 لكهه پاكستانيانو له د ووت حق وركړے شي، پاكستان يو امناك، مستحكم او خوشحال افغانستان له خوښي لري، د كشميريانو د هلو حلو مرسته به روانه ساتلې شي۔ د زيارت په رورځ د څلورم پارلماني كال په آخر او د 5م پارلماني كال په پيل د پارلمان شريكي غونډي ته وينا كښې صدر مملكت ووئيل د پارلمان څلورم كال په پوره كيدو او د 5م كال په پيل كيدو پارلماني غړو له مباركي وركوم۔زه دلته ستاسو په وړاندې د قائداعظم قول وړاندې كول غواړم چې پكښې هغه وئيلي دي لوي څښتن مونږ له يوه لوېه موقع راكړې چې مونږ د يو نوې رياست د معمار په توګه خپل قابليت ثابت كړو او څوك دا ونه وائي چې مونږ د خپلو ذمه وارو څخه انصاف ونه كړو۔ زه د خپلي ذمه وارۍ هم احساس دركول غواړم چې د آزادۍ ترلاسه كول څومره مشكل كار دے ٬ بايد جمهوريت قوي كړے شي دغسې چې زمونږ هېواد قوي شي۔زه د لوي څښتن څخه لاس په دعا يم چې موڼږ له په پېښو ستونزو د قابو موندلو توفيق راكړي۔ صدر ووئيل سږ كال مونږ د پشكال زياتو بارانونو په وجه سيلاب سره مخ شوې يو چې له امله ئې لوئ زيان شوے۔ د سيلاب له امله تر اوسه نزدې 15 سوه څخه زيات كسان مړه شوي او د كورونو سره سره ودانو او نورو كوچنو بندونو ته هم زيان رسيدلے ۔دې نه ځانله زرعي څانګه هم ځپلې شوي۔ صدر مملكت ووئيل په دې موقع زه اول د هغه ټولو ادارو مننه كوم او هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كوم كومو چې د سيلاب ځپليو مرسته كړې او هغوي ئې بچ كري۔ په دې ادارو كښې تر ټولو وړاندې د پاكستان پوځ دے چا چې په دې بحران كښې په ښه ډول د وګړو مرسته كړې او هغوي ئې بچ كړي۔دې سره سره زه د نورو ادارو هم ذكر كول ضروري ګڼم چې پكښې اين ډي ايم اے، پي ډي ايم اے ، صوبائي حكومتونه ، اين جي اوز او د هلالِ احمر مننه كول غواړم۔دغه ادارو د سيلاب نه پس د وګړو په سدستي توګه مرسته كړې او اوس د سيلاب ځپليو بحالۍ هڅي كوي۔ده ووئيل دې نه ځانله زه د شتمندو او نجي ادارو هم مننه كوم چا چې په لويه توګه روپۍ راجمع كولو سره د سيلاب ځپليو مرسته كړې ۔ دلته زه د بے نظير انكم سپورټ پروګرام هم ذكر كوم د كومو په مرسته چې سيلاب ځپليو له د روپو وركړه باوري كړې شوې او تر اوسه ئې 24 لكهه څخه زياتو سيلاب ځپليو كورنيو له 61 اربه روپو څخه زياتي وركړي۔زه د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل انتونيو ګوتريس هم مننه كوم چا چې د سيلاب ځپليو سيمو دوره كړې او سيلاب ځپليو احوال معلومولو له ئې د هغوي سره په ذاتي توګه ملاقاتونه هم كړې۔ مونږ د 30 اګست 2022ء د 160 مليونه ډالره فليش اپيل او بيا هغه تر 816 مليونه ډالره رسولو كال هم ستائيو۔ ده ووئېل د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل دورې سره د نړيوالي ورورولۍ پام سيلاب ځپليو ته راګرځولو له او نړيوالي مرستې او هڅو متحرك كولو له يوه كوټلې ذريعه ثابت شوې ۔ صدر ووئيل مونږ د امريكې د كانګريس پلاوي هم مننه كوو كوم چې د كانګريس غړي شيلا جيكسن په مشرۍ كښې پاكستان ته راغلے۔دې نه ځانله غير ملكي معززين او پاكستان كښې د مېشته سفيرانو هم د سيلاب ځپليو سيمو دورې كړي او د سيلاب ځپليو احوال ئې معلوم كړے۔ موسمياتي بدلون او نړيوال درجه حرارت كښې د زياتوالي په وجه د دې سيلاب شدت او تباهي د تير وخت په نسبت ډيره زياته ؤه ۔ د پاكستان موسمياتي بدلون او په نړيواله كچه ګرين هاس ګيسز اخراج كښې برخه يو فيصد څخه هم كمه ده، خو پاكستان ته د موسمياتي بدلون او نړيوال حدت منفي او خراب اثرات له امله لوي زيان رسېدلے۔ صدر مملكت ووئيل زه په دې ايوان كښې د پارليماني غړو ، مشرانو او حكومت سره تعلق لرونكو كسانو ته خواست كوم چې ايمرجنسي ريليف او ريسكيو كولو له د بوائے سكائوټس او ګرلز ګائيډز خدمات خذمات ترلاسه كړي۔ د ِ پاكستان جوړيدو نه پس بوائے سكائوټس ايسوسي ايشن او ګرل سكائوټس جوړ شوي ۔دې نه ځانله پاكستان كښې نېشنل كيډټ كور د لارې د ځوانانو بنيادي پوځي تربيې نه علاوه د ايمرجنسي صورتونو مخنيوي له ئې هم تربيه وركړې وه۔ صدر ملمكت ووئيل نن د موسمي بدلون په وجه مونږ د سيلاب سره مخ يو او سباؤن كښې هم د دې ډول آفتونو خطر زيات شوے ٬ بيا حاجت د دې خبرې دے چې مونږ ځوانان د بحران او قدرتي آفتونو مخنيوي نه علاوه سي پي آر او ابتدائي طبي مرستي وركولوله تربيه كړو۔ ده ووئېل هنګامي صورتحال چرته هم او څه ځائې هم راپيدا كيدې شي لهذا، ضروري ده چې زمونږ ځوانان هر وخت هنګامي صورتحال مخنيوي لپاره چمتو شي۔ زه دلته په دې خبره هم زور راوړم چې ټولي ادارې په ګډه د ويني عطيه كولو كمپائن ، بحران او قدرتي آفتونو مخنيوي لپاره ځوانان چمتو كړي۔ صدر مملكت ووئيل د سيلاب په وجه زمونږ زرعي څانګي ته هم لوي زيان رسيدلے او ولاړ فصلونه تباه شوي او دا خطر لرو چې مهم فصلونه چې پكښې وريژي ، غنم ، پومبه شامله ده،د هغې پيداوار كميدے شي۔په دې اړه بايد حكومتونه د فصلونو انشورنس په اړه كسان دوست فصل انشورنس سكيم راوړلو باندې غور وكړي۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل ما ته هم د سيلاب ځپليو سيمو دورې كولو موقع ترلاسه شوې ٬ په دې مهال ما په ګوته كړې چې غرونو څخه راغلي د سيلابي ريلو تباهې د بيلو بندونو په مرسته كميدې شي او دا بندونه د سيلاب رفتار كمولو له مرستياله ګرځيدې شي۔ دلته زه د نوښار مثال وركول غواړم هلته د بند جوړيدو په وجه ښار د لوئ زيان څخه بچ شوے۔د سيلاب تباه كارو څخه بچ كيدو لپاره مونږ له داسې اقدامات ته خاص پام لرنه كول پكار دي۔ده ووئيل څومره زمكه او اوبه چې پاكستان سره دي كه مونږ زرعي څانګې له په جديدو بنيادونو ترقي وركړو نو دې سره به نه يواځي مونږ خپل زرعي ضروريات پوره كړو بلكه هغه به برآمد هم كړو۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل پاكستان په لويو كاميابيو كښې د ترهه ګرۍ په لعنت قابو موندل دي۔ د ترهه ګرۍ چې په څه ډول پاكستان مقابله كړې نړۍ كښې مثال نه لري۔مونږ ترهه ګري تر پولي محدود ستالي حالانكه زمونږ په لويديز كښې د ترهه ګرۍ په وجه لويه تباهي شوې ۔ ده ووئېل ترهه ګرۍ له ماتې وركول زمونږ لويه كاميابي ده۔دې نه ځانله پاكستان 40 لكهه افغان كډوال تر 40 كاله پخپله پناه كښې ساتلي۔نړۍ كښې كډوالو له د رنګ او نسل په بنياد پناه وركولو څخه انكار كېږي خو مونږ داسې نه ده كړې او بايد مونږ په دې فخر وكړو۔دې نه ځانله د پاكستان قام اوسنيو كښې په كورونا وبا په كاميابۍ سره مقابله كړې۔ صدر مملكت ووئيل علماﺀ ، ميډيا، حكومت، اولس او د تولو ادارو مننه كوم چا چې په ښه ډول په دې وبا قابو موندلے۔ اين سي او سي او حكومتي پاليسيو په وجه د نورو هېوادونو په نسبت دلته كم زيان شوے۔ده ووئيل د پاكستان لويه آبادي په ځوانانو مشتمل ده او زمونږ د آبادۍ تقريبا 63 فيصد برخه د 15 نه تر 33 كاله د ځوانانو ده كومه چې 35 مليونه جوړيېږي۔د دې مطلب دا دے چې مونږ لو لوئ طاقت او انساني وسائل لرو۔ خو كه دغه انساني وسائل او طاقت له تعليم وركړے شي او هغوي د قدر وړ او مناسب پوهه ولري نو هغوي د پاكستان سره سره نړۍ هم بدلولې شي۔۔صدر مملكت ووئيل زمونږ قام لپاره تعليم زيات ضروري دے۔ د اوسنيو ځينو اندازو له مخې پاكستان كښې سكول ته د نه تلونكو ماشومانو شرح تقريبا19 فيصد ده۔ د يونيسيف اندازې له مخې پاكستان كښې د دې ماشومانو شميره 2 كروړه ده۔ دا د حكومت او زمونږ د ټولو فرض دي چې هغوي له تعليم وركړو۔ يواځي د خوارۍ د لارې آمدن دومره نه وي چې زمونږ وګړي دې مناسب روزګار ترلاسه كړي۔دې لپاره ضروري ده چې ماشومان تر مډل اسكول څخه هنر زدكړي۔دې مقصد لپاره دوه لوي او ښې ادارې شته۔چې پكښې يوه په قامي سطح موجود نېشنل ووكيشنل او ټيكنكل ټريننګ اداره (نيوټيك) او بله ټيوټا په صورت كښې په صوبائي كچه ده او هغوي په ښه ډول خدمات ترسره كوي۔دا خبره دې ياده وي چې د دې ښه انساني وسائلو په جوړولو زمونږ لويه سرمايه او وسائل هم خرڅ شوي۔ پاكستان كښې د تربيت يافته او هنر مند انساني وسائل لوي كمے دے او مونږ يواځي خپل انساني وسائل په بنياد پرمختګ كولې شو۔ ده ووئېل حكومت له به د نورو څانګو سره سره انساني وسائل تربيې لپاره هم اقدامات كول وي دغسې چې د انساني وسائلو په تربيه كښې كمے ونه شي۔ صدر عارف علوي ووئيل د كورونا وبا په مهال آن لائن او د فاصلاتي تعليم اهميت نور هم زيات شوے۔مونږ د خپلو ځوانانو هنر منده جوړولو له آن لائن تعليم او تربيې څخه هم مرسته ترلاسه كولې شو۔زه دلته د وزيراعظم ډيجيټل اسكلز پروګرام هم ذكر كول غواړم كوم څخه چې تر اوسه تقريبا 24 لكهه وګړو استفاده كړې او د دې پروګرام په مرسته ئې جديد آئي ټي پوهيي زدكړي۔ ده ووئېل دلته زه د خصوصي وګړو يا افراد د معذورې هم ذكر كول غواړم كوم چې زمونږ د آبادۍ تقريبا 9 فيصده برخه ده۔د هغوي هنر منده جوړولو ته اړتيا ده دغسې چې هغوي په كور خپل روزګار وكړے شي۔دې نه ځانله د آئي ټي څانګي په اړه زه د سائبر سيكورټي هم ذكر كول غواړم۔ سائبر سيكورټي د كوم هم قام مجموعي سائبر صلاحيتونو د وخت سره سره لا اهميت اختيار كړے۔ دفاع ، مهم تنصيبات ، پوځي او دفاعي تنصيبات تحفظ سره معيشت او د اطلاعات په څانګه كښې هم د سائبر سيكورټي اهميت زيات شوے۔ پاكستان كښې په تير وخت كښې د هيكنګ او سائبر بريدونو مخ شوے۔ پاكستان سائبر صلاحيتونو اعتبار سره زيات آرزان او تند رفتارۍ سره خپل مقام جوړولې شي خو دې لپاره زمونږ د ځواكونو سره سره د ټولو ادارو او كسانو له محنت كولو ته اړتيا ده۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئېل د روغتيا څانګه د هېواد او قام د صحت په اړه مهمه ده،په دې څانګه كښې ما ته د آبادۍ ټاسك فورس ذمه داري سپارلې شوې وه۔ مونږ له به د پاكستان آبادۍ كښې د زياتوالي شرح كومه چې تقريبا 2.4 فيصد ده كمول وي۔ په آبادۍ كښې د زياتوالي شرح يو خو فطري اعتبار سره دا وخت پخپله كمېږي دغسې د معيشت ښه والي سره سره د زيږدني شرح كښې هم كمے رامخې ته كېږي۔ آبادۍ كښې دا بدلون په نورو هېوادونو كښې هم رامخې ته شوے ۔ هيله لرو چې حكومت به دې مسئلې پلو ضرور پام لرنه وكړي۔ده ووئيل د مور او ماشوم ذهني او جسماني كمزوري او غذائي كمي په مسئله قابو موندلو له بے نظيرانكم اسپورټ او احساس پروګرام ترمخه تر هر كور غذائي پيكټس وركول ممكن كېږي۔دې نه ځانله مونږ له خپل خوراك او څښاك كښې توازن او تنوع راوستلو ته اړتيا ده دغسې چې زمونږ غذائي ضروريات په ښه ډول پوره شي۔زه دلته ستاسو پام دې خبري پلو راګرځول غواړم چې طهارت او صفائي ته په اسلام كښې د نيم ايمان درجه وركړې شوې او مونږ په كڼو ناروغيو د ښه صفائي نظام او عادات سره قابو موندلې شوو۔ پاكستان په پوليو تر ډيره حده قابو موندلے خو اوس هم دا رنځ لا ختم شوے نه دے ۔ صدر مملكت ووئيل په دې لړ كښې نور محنت او اقدامات ته اړتيا ده۔زه په دې لړ كښې د بل اينډ ميلنډا ګيټس فانډيشن پشمول د نورو تنظيمونو خاص مننه كوم چې هغوي د پوليو ختمولو لپاره زمونږ مرسته كړې۔ مونږ له د برېسټ كينسر په اړه هم خبرتيا پيدا كولو ته اړتيا ده ځكه چې د دې رنځ په وخت تشخيص او درملنه نه كولو په وجه پاكستان كښې د كينسر له امله د مرګ شرح زياته ده۔ صدر مملكت ووئيل بايد ټول د دې رنځ علامات وپيژنو،دې نه ځانله زه په پاكستان كښې د ذهني او نفسياتي صحت بنيادي ډھانچې په جوړولو هم رڼا اچول ضروري ګڼم۔ مختلف سروے او تحقيقات له مخې چې پكښې هيومن رائټس كميشن پاكستان ههم شامل دے، زمونږ د آبادۍ نزدې 24 فيصد برخه د ذهني او نفسياتي صحت مسئلو ښكار ده۔ زمونږ په ټولنه كښې زيات شوے تشدد او په غېر معقوله رويو كښې اضافه٬ ځان وژل چې شمېره ئې 19 زره وه٬ خپل خپلوان او نور ژوبل كول او د قتل كولو پېښې هم د دې امر عكاسي ده٬ نفسیاتی مسئلو له امله نشه اي توكې زياتېږي او د تحقيق له مخې سكول او د كالج ماشومان زيات فشار سره مخ دي٬ د بده مرغه د 22 كروړه آبادۍ لپاره يواځې د نفسيات 500 پوهان او د 1500 سائيكالوجسټس موجوده شمېره ډيره كمه ده٬ حكومت په دې لړ كښې ټول ضروري اقدامات كړي٬ په دې نظام كښې دې د لوړ معيار او تربيه لرونكې پوهان تيار كړے شي دغسې چې زمونږ 24 فيصد آبادي چې ورته د ذهني او نفسياتي صحت پحقله خدمات ترلاسه نه دي د ټولنې صحت مند او فعاله وګړي جوړ شي٬ د دې نه علاوه د صحت په نظام كښې تقریبا د 7 لكه نرسانو شديد كمے دے او دلته د نرسانو شمېره تقریبا دوه لكه ده چې له مخې ئې سركاري او نجي ټولې څانګې فشار سره مخ دي٬ ده ووئېل دې سره سره د صحت انشورنس٬ صحت كارډز اجراء د ستائنې وړ ګم دے٬ مونږله به اولس ته د ټېلي هېلت خدمت وركولو لپاره هم اقدامات كول وي دغسې چ

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس