اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير مولانا اسعد محمود وئيلي دي٬ د سكهر حېدر آباد موټروے نه پس د سي پيك لوېديز روټ٬ د يارك ژوب د يوې برخې او سوئيلي خېبرپښتونخوا لپاره د پرمختيائي منصوبو په پرانسته د وزيراعظم محمد شهباز شريف مننه كوٶ، دې منصوبو سره به د خېبرپښتونخوا ضلعو او ډېر اسماعيل خان او خوا اوشا كښې د پرمختګ نوې دور پېل شي۔ دا خبرې ده د ګل په ورځ د ډيره اسماعيل خان پشمول د خېبرپښتونخوا سوئيلي ضلعو كښې د مېګا پرمختيائي منصوبو پرانستې په موقع دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف مننه كوٶ چا چې د پرمختګ سفر بيا هم د ھغه ځائ نه پېل كړو چرته چې پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف دا سفر پرېښودې ٶ۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزير او نورو مشرانو د وزيراعظم شهباز شريف تود هركلے وكړو
مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات