اسلام آباد۔29اپرېل(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د شكايت ازاله كولو كښې په ناكامه كېدو په اېمپلائز اولډ اېج بېنېفټ انسټيټيوشن د غصې او ناراضګۍ څر ګندونه كولو سره تقاعد شوې ښځينه استاذې ته په 30 ورځو كښې د پنشن جاري كولو هدايت كړے دے۔ اي او بي آئي تقاعد شوې ښځينه استاذه د كال 2019 فرورۍ مياشت كښې پنشن څخه محرومه په دې وساتله چې د شكايت كوؤنكې بيټ افسر د دې د درې كالو ملازمت تصديق كړے وو۔ صدر مملكت د شكايت كوؤنكې د شكايت ازاله كولو كښې د او بي آئي په ناكامه كېدو د غصې او ناراضګۍ څرګندونه كولو سره ووئيل چې اي او بي آئي په غېر ضروري توګه د وفاقي محتسب د پرېكړې په ضد اپيل دائر كولو سره قيمتي وخت ضائع كړو۔ وفاقي محتسب كېس په 45 ورځو كښېې حل كولو له اي او بي آئي ته لېږلې وو۔ د تفصيلاتو ترمخه زهره بي بي (شکايت کوونکې) د اول جولائي 1996 نه تر فرورۍ 2019 د پيښور په آکسفورډ پبلک سکول حيات آباد کښې نزدې 23 کاله خپله وظيفه ترسره كړه ٬ د دې تنخا څخه به رقم باقاعدګۍ سره كټ كولې شي۔ اړوند سكول ادارې سره رجسټرډ وو ۔ د ريټائرمنټ څخه وروستو استاذې د پنشن ګرانټ لپاره خواست وكړو خو د هغې هېڅ فائده رامخې ته نه شوه۔ په دې هغې وفاقي محتسب سره رابطه وكړه كوم چې د هغې په حق كښې حكم جاري كړو۔ اي او بي آئي د محتسب د پرېكړې په ضد صدر ته اپيل وكړو كوم چې مسترد كړے شو۔ صدر ووئيل د ادارې لخوا د كال 2006 نومبر مياشتې په 29 مه نېټه د جاري كړې شوي پنشن سكيم رجسټرېشن كارډ اصلي دے۔ په كارډ ليكلے شوي دي چې دا د كال 1996 مئي مياشتې 7 مې نېټې څخه فعال دے۔ د كارډ له مخې شكايت كوؤنكې د پنشن اهليت لري۔ تقاعد شوې ښځينه استاذه د كال 219 فرورۍ مياشتې څخه واجب الادا پنشن څخه محرومه وساتلې شوه۔ صدر مملكت ووئيل اي او بي آئي د مسئلې حل كولو په ځائې صدر مملكت ته اپيل كولو سره وخت ضائع كړو۔ صدر ووئيل چې اداره دې په 30 ورځې كښې دننه تقاعد شوې ښځينه استاذې ته پنشن جاري كړي او محتسب ته دې په دې اره رپورټ وړاندے كړي۔
د صدر عارف علوي د شكايت ازاله كولو كښې په ناكامۍ په ايمپلائز اولډ ايج بينيفټ انسټيټيوشن د غصې څر ګندونه ٬ ريټائرډ ښځينه استاذې ته په 30 ورځو كښې د پنشن جاري كولو هدايت
مضمون کا ماخذ : estratégias loteria وفاقی