اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ، اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير او د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر مشر اسد عمر ټولو وفاقي برخو ته خط ليكلے او هغه ئې پكښې د كورونا د خرابېدونكي صورتحال څخه خبر كړي. په خط كښې وئيلي شوي د كورونا اوسنې چپه په تندې سره مخ په خپرېدو ده، كه احتياط ونه كړے شو نو سختې پرېكړې كېدې شي. اسد عمر په خط كښې ليكلي په ټول هېواد كښې د مثبت كېسونو تناسب د اندېښمنې د شرح څخه زياتېږي. اېن سي او سي د فېډرېټنګ يونټس په مشاورت په دې صورتحال ژور نظر ساتلے. ده ليكلي د كورونا په وړومبې او دوهمه چپه كښې ټولو فېډرېټنګ يونټس د غوره كاركردګۍ څرګندونه كړې خو د اوسنې دريمې چپې په مهال د اېن او پيز نفاذ كمزورې دے. په خاص توګه په سياسي او سماجي اجتماعات كښې د اېن سي او سي د هدايات خلاف ورزي شوي. ده ووئيل د اېن سي او سي د هدايات خلاف ورزي په نور څانګو كښې هم د اېس او پيز په موثره نفاذ كښې خنډان راپېدا كوي. درخواست دے چې په هدايات په هر صورت عمل باوري كړې
وفاقي وزير اسد عمر د كورونا خرابېدونكي صورتحال په اړه ټولو وفاقي برخو ته خط وليكلو
مضمون کا ماخذ : estatisticas lotomania