اسلام آباد22جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي مونږ پاكستان د سرمايه كارۍ د لارې د آسيا صنعتي مركز جوړول غواړو۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د رائل نووا پرائيوېټ لمېټډ كمپنۍ باني شاه او د چيئرمېن صلاحكار شېخ خالد محمد سلمان الخليفه د بحرين كمپنو پلاوي سره ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د سرمايه كارۍ بورډ د بحرين پلاوي ګډون كوونكو له پاكستان كښې بېلو څانګو او په خاص توګه د صحت٬سېلګرۍ٬هوټل٬مېلمستياﺀ٬ هاؤسنګ او انفارمېشن ټېكنالوجي په څانګو كښې د سرمايه كارۍ په موقعو بريفنګ وركړو۔د بحرين پلاوي پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه استفادې كولو له د عزم څرګندونه وكړه۔د دې نه علاوه هغوي په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ كولو لپاره د خاص خوښۍ لرلو څرګندونه وكړه۔وزيراعظم اړوندو ادارو ته سپارښتنه وكړه چې د بحرين سرمايه كارو له په ترجيحي بنيادونو هر ممكنه آسانۍ وركړئ ۔په ملاقات كښې وفاقي وزيرانو چوهدری سالک حسین، سید نوید قمر، عبدالواسع، احسن اقبال ، او نورو اعلٰی چارواكو ګډون كولو
مونږ پاكستان د سرمايه كارۍ د لارې د آسيا صنعتي مركز جوړول غواړو۔ د وزيراعظم شهباز شريف د بحرين كمپنو پلاوي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں