اسلام آباد۔24نومبر(اے پی پی) پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف سفيرې اېنډرولا كامينارا وئيلي دي چې د پاكستان سافټ امېج رامخې ته كولو كښې د اي اېف پي اكنامك كونسل كردار د ستائنې وړ دے٬ د آئی ایل او لیبر معیارات منلو سره به پاكستان ته د كال 2024 څخه جي اېس پي پلس اسټېټس كښې مرسته ترلاسه شي۔ هغې ووئيل د نجی څانګې تنظيمونو فعاله هڅې په نړيوال ماركيټ كښې د تلپاتي شتون باوري كولو سره سره د سيمه ايز بلاكس يا انفرادي هېوادونو لخوا د وركړې شويو تجارتي آسانيو نه زياته نه زياته ګټه پورته كولو له مهمې دي۔ د اېمپلائرز فېډرېشن آف پاکستان (ای ایف پی) د اکنامک کونسل مثبت ګامونه د ستائنې وړ دي۔ دا خبره هغې د ای اېف پی اکنامک کونسل دورې په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونې په مهال وكړه۔ د یو اېن ګلوبل کومپېکټ نېټ ورک پاکستان صدر مجید عزیز، د ای اېف پی اکنامک کونسل چیئرمېن آصف زبېری، سینئر اېډوائزر یونس ډھاګا، انګرډ کرسټینسن او صغیر بخاری د آئی ایل او لېبر اسټینډرډز، ویب کوپ، جی ایس پی پلس، الیکټرسټی مارکیټس، منرلز ټو کېمیکل، اېس ډی جی ایس او د نورو اړوندو موضوعاتو په بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د ای اېف پی لخوا د جاري شوي بيان لمخې د اروپائي ائتلاف سفيرې په خاص توګه د اروپائي ائتلاف د جی اېس پی پلس اهميت ته خاص پاملرنه كولو سره د دې خبرې ستائنه وكړه چې ای ایف پی د انټرنېشنل لېبر آرګنائزېشن (آئی اېل او) د برخې كېدو په توګه د پاكستان سافټ اېمچ رامخې ته كړې او د آئی اېل او لېبر معیارات تعميل كښې ئې د پاكستان د برآمد كنندګانو هڅې مخ په وړاندې بوتلې دي۔ هغې مشوره وركړه چې د مزدورانو سره سره حکومت د چائلډ لېبر په ختمولو سنجيدګۍ سره غور وكړي۔ هغې باور وركړو چې دا ډول هڅو سره به پاكستان په د كال 2024 جنورۍ مياشت كښې د راروان جی اېس پی پلس اسټېټس مقدمه وړاندې كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ اېنډرولا كامينارا د دې خبرې هم ستائنه وكړه چې د ای اېف پی اکنامک کونسل ریسرچ ډیپارټمنټ په بشپره توګه په مېرمنو مشتمل دے۔ هغې د اقتصادي كونسل په بېلو ګامونو د غوره پریزینټیشن په تيارولو د مېرمنو محقيقينو ستائنه وكړه۔ د ای اېف پی صدر اسماعیل ستار ووئيل اروپائي ائتلاف سره نزدې مرسته د وراندې تللو عملي ګام دے۔ پاكستان د اوږدې مودې راهيسې نړيوال سټېك هولډرز څخه د وروستو پاتې كېدو مسئلو سره مخ دې او اوس وخت راغلې دې چې ای اېف پی د اروپائي ائتلاف پلاوي سره څنګ په څنګ كار وكړي۔ اروپائي ائتلاف د باكستان تر ټولو مهم تجارتي همكار دے كوم چې په كال 2020 كښې د پاكستان مجموعي تجارت كښې د 14.3 فیصده همكار پاتې شوې دې او د پاكستان د مجموعي تجارت 28 فيصده درآمد كوي۔
د پاكستان سافټ امېج رامخې ته كولو كښې د اي اېف پي اكنامك كونسل كردار د ستائنې وړ دے۔ پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف سفيره اېنډرولا كامينارا
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی