اسلام آباد۔27مارچ(اے پی پی) پاکستان د روژې د مبارکې میاشتې په در??مه نېټه په الاقصی جومات د اسرائیلي ځواکونو د برید ٬ د عبادت کوونکو شړلو او د مسجد الاقصی د حرمت تر پښو لاندې کولو سخته غندنه كړې ده۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياندې لخوا جاري شوي ??و بيان له مخې دا د غندنې وړ دي چې د روژې په مبارکه مياشت کښې د اسرائيلي قابض ځواكونو لخوا په الاقصی جومات دا ډول بريد??نه په دې وروستيو کلونو کښې يو معمول ګرځېدلے دے۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې دا ډول کړنې نه يوازې د فلسطينيانو د مذهبي ازادۍ له اساسي حق څخه جدي سرغړ??نه ده، بلکې د نړۍ د يو نيم ارب څخه د زياتو مسلمانانو د مذهبي جذباتو سپكاوې هم دے۔ د وياندې له مخې د فلسطيني وګړو په ضد د اسرائيلي قابض ځواكونو لخوا د طاقت بې در??غه كارول د بشري حقونو د اصولو او قوانينو خلاف ورزي ده۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې غېر قانوني بريد??نه كولو سره اسرائيل د روژې مقدسې مياشتې احترام كولو خپل اوسني لوظ څخه وروستو شوې دې۔ پاكستان په نړيواله ورورولۍ زور راوړے دے چې هغه دې د اسرائيلي جارحيت ختمولو له فوري ګام??نه پورته كړي۔ بيان كښې دا هم وئيلې شوي دي چې پاکستان فلسطینی اولس او د فلسطيني كاز لپاره د خپل بشپړ ملاتړ خپلې كوي۔ مونږ د ملګرو ملتونو او د او آئي سي د اړوندو قراردادونو له مخې د فلسطين مسئلې حل او په منصفانه بنيادونو د كال 1967 څخه وړاندې پولو سره د يو خپلواكه او فلسطيني رياست چې پلازمينه يۍ القدس الشريف وي خپلې غوښتنې پخلې كوؤ۔
د پاكستان په مسجد اقصی د اسرائيلي پوځ د بريد ٬ د عبادت كوؤنكو شړلو او د مسجد اقصی تقدس ته د زيان رسولو سخته غندنه
مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ