اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوکت ترین وئيلي دي د پاکستان او چین ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكې د تل پاتې دوستۍ او وورولۍ مظهر دي، سي پېك سره د اقتصادي سوكالۍ نور دور پېل شور ٬ د سي پېك له مخې بلوچستان كښې سماجي او اقتصادي پرمختګ ته خاص پام ګرځولے شوے ۔ وفاقي وزير دا خبرې پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ او بلوچستان كښې د تفاهم او همغږۍ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال نوابزادہ شاہ زین بګټي سره په ملاقات كښې كړې چا چې د نهې په ورځ دوي سره ملاقات كولو۔ د ملاقات په مهال محصولات لپاره خاص مرستيال ډاکټر وقار مسعود او د خزانې سېكرټري هم موجود وٶ۔
مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا