اسلام آباد 13مئی(اے پی پی)د حج آپرېشن 2022 له مخې د سركاري سكيم له مخې په مجموعي توګه 57 زره 593 د حج درخواستونه جمع كړے شوي٬قرعه اندازي به د اتوار په ورځ د مئي په 15مه نېټه كېږي۔د وزارت وياند له مخې د جمعې په ورځ ماښام تر 5 بجو د بېنكونو د لارې د سركاري سكيم له مخې د حج درخواستونو جمع كولو آخرۍ ورځ ده۔د بېنك چارواكي به د خالي په ورځ د حج درخواستونو آئن لائن ډېټا انټري او جانچ پړتال هم بشپړ كړي۔د وخت د كمي په سبب د حج درخواستونو په وصولۍ كښې پراختيا نه ده شوې۔ټول حج خواست كونكو ته د وزارت لخوا د تصديق مسيج لېږلے شوے۔حج كوونكي د وزارت وېب پاڼې څخه هم خپل كوائف تصديق كولې شي۔د حج كوونكو آسانيو او لارښودنې لپاره د مذهبي چارو وزارت د حج هېل لائن 0519205696 اور 0519216980 د 2 نه تر 8 جاري كړی
مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری