اسلام آباد 13 مارچ (اے پی پی) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شېرين مزاري وئيلي دي چې د پي ډي اېم موقع پرستي او د چيف الېكشن كمشنر رويه د سېنېټ د ازادو، منصفانه او سپېځپلو ټاكنو په لار كښې خنډ جوړ شو. د خالي په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې وفاقي وزيرې ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان او تحريك انصاف د سېنېټ ټاكنې د اوپن بېلټ د لارې كولو لپاره د ملاتړ په ځائ پي ډي اېم د موقعې نه استفاده وكړه او د چيف الېكشن كمشنر رويه هم داسې وه، بايد چيف الېكشن كمشنر د انتخابي چارو د حالت زار بنيادي ذمه وارې ترسره كړې وه. هغې ووئيل چې اوس اپوزيشن چغې وهي چې كله د سېنېټ ټاكنې كېدې نو په هغه وخت دوي د ټاكنو د كميشن او د چيف الېكشن كميشن ډاډګېرنه كوله.
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا