اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان امر كړې دې چې له سرکاري زمكې تجاوزات ختمولو سره دې په آزاده كړې شوې زمكه ځنګلات ولګولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ هاٶسنګ٬ كنسټركشن او ډوېلپمنټ لپاره د قامي رابطه كمېټۍ غونډې مشرۍ كولو په مهال خپله وېنا كښې وكړه۔ په غونډه كښې د خزانې صلاحكار شوکت ترين، د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب، خاص مرستيال ملك امين اسلم، ډاکټر شهباز ګل، د اېف بي آر چيئرمېن، سروئير جنرل آف پاکستان، د نوي پاكستان هاٶسنګ او ډوېلپمنټ اتهارټۍ چيئرمېن او د وفاقي او صوبائي حكومتونو لوړ پورو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې سروئير جنرل آف پاکستان په هېواد كښې د روان كېډسټرل مېپنګ پحقله تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم ته ووئيل شول چې د سركاري زمكو 88 فيصده مېپنګ بشپړ كړې شوې دې٬ تر اوسه په بشپړ شوې مېپنګ كښې د زرګونو په شمېر په زمكو ناجائره تجاوزات په ګوته كړې شوې دي چې ماليت ئې د كروړونو روپۍ جوړېږي٬ د کېډسټرل ميپنګ څخه به د سركاري زمكو اصل رقبه او ملكيت د ډيجيټل برخه جوړه شي٬ د زيات ناجائزه تجاوزاتو په زمكه دې ځنګلات ولګولې شي٬ د واپډا، نېشنل هائي وے اتھارټي، سول ايوېشن او د رېلوے په زمكو هم ناجائزه تجاوزات جوړ كړې شوې دي٬ په راتلونكي پړاو كښې به د نجي زمكو ډيجيټائزېشن عمل به د صوبائي واكمنو په مرسته بشپړولې شي۔ وزيراعظم د سروے آف پاکستان په کېډسټرل مېپنګ د اطمينان څرګندونه كولو سره د دې ستائنه وكړه۔ ده امر وكړو چې په سركاري زمكو ناجائزه تجاوزات دې ختم كړې شي او زمكې دې خالي كړې شي٬ صوبائي واكمن دې ناجائزه تجاوزات لپاره د قانون سازۍ عمل زر ترسره بشپړه كړي او تولې صوبې دې د كېډېسټرل مېپنګ ډېټا سروے آف پاكستان سره په دوه مياشتو كښې د تصديق عمل بشپړ كړي۔ وزيراعظم صوبائي واكمنو او اسلام آباد کېپيټل ټيريټري انتظاميې ته د ناجائزه تجاوزاتو په ضد التواء سره د مخ مقدمو موثره پېروۍ كولو هم امر وكړو۔ وزيراعظم ووئيل ناجائزه تجاوزات ختمولو سره دې په خالي كړې شويو زمكو دې د ځنګلات كرلو منصوبه جوړه كړې شي
تجاوزات ختمولو سره دې په آزاده كړې شوې زمكه ځنګلات ولګولې شي٬ وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش