د پاكستان او چين شركت د شريكې دوستې بې مثاله سفر دے، زمونږ حكومت سي پېك د بي آر آئي د يو اعلٰی معيار مظهر پروژه جوړولو پوخ عزم لري. د وزيراعظم عمران خان په نامتو چينائي ورځپاڼه ” ګلوبل ټائمز ” كښې په خپور شوي مضمون كښې څرګندونې


اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د پاكستان او چين شركت د شريكې دوستې بې مثاله سفر دے، زمونږ حكومت سي پېك د بي آر آئي د يو اعلٰی معيار مظهر پروژه جوړولو پوخ عزم لري، په پاكستان كښې په دې خبره مكمل اتفاق دے چې د هېواد قومي پرمختګ لپاره سي پېك ضروري دے، په پاكستان كښې د چينائي عملې حفاظت او تحفظ زمونږ په وړومبو ترجيحاتو كښې شامل دي، باور لرم چې زمونږ د خلقو په مېنځ كښې به روابط لا ژور شي او زمونږ د دوستې غوره روايات به زمونږ راتلونكو نسلونو ته منتقل شي. ده دا خبرې د چين په نامتو ورځپاڼه” ګلوبل ټائمز” كښې د خالي په ورځ په خپور شوي يو مضمون كښې كړې دي. وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان او چين شركت د شريكې دوستې بې مثاله سفر دے ، د يو بل غېر متزلزل ملاتړ، په يو بل باور او د يو بل د احترام په بنياد زمونږ د دوستې تاريخ ځانګړې حيثيت لري كومه چې د اووه لسيزو څخه نسل در نسل زمونږ مشرانو او اولس پرله پسې مخ په وړاندې بوتللې ده، دا قوي ورورولي په يو قوي او فعاله تل پاتې تزويراتي معاون شركت كښې بدله شوې. وزيراعظم ووئيل چې زمونږ روابط ازمائيل شوي او تل پاتې دي. تېر كال زمونږ د سفارتي اړيكو د 70مې سالګرې لويو دستورو زمونږ دوستې ته نوې قوت او ولوله وربخښلې. ده ووئيل چې په پاكستان كښې مونږ لپاره چين سره اړيكې زمونږ د خارجه پالېسې بنيادي ستن ده كومه چې په ټول سياسي ملاتړ لري او زه دا خبره پوره باور سره كولې شمم چې زمونږ اولس د دې دوستې د حقيقي قدر بشپړه ادراك لري او د دې لا ودې لپاره جذبې سره خپل كردار ترسره كوي. د دې دوستې ژورتيا او استحكام څرګندونې په اړه يو شمېر خاص ضرب المثل وضع كړې شوي دي. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې هغه به په راتلونكو يو څو ورځو كښې د سرمائي اولمپك لوبو د پرانستې په دستوره كښې ګډون كولو لپاره د بيجنګ دوره كوي. په خپله د يو لوبغاړي په حېث هغه د دې جذبې نه خبر دے كومه چې په يو قوم كښې د اولمپك لوبو په شان مقابلې سره پېدا كېږي. زه ګڼم چې لوبې د يووالي عنصر وي او بايد دا د سياست نه بالا وي. وزيراعظم د دې لوي ايونټ په كوربتوب د چين مشرتابه او اولس ته مباركي وركړه او د ټولو ګډون كوونكو صحت و تحفظ او كامياب لوبو لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه. وزيراعظم ووئيل چې په اكتوبر كال 2019م كښې د ده د چين د وروستې دورې نه پس د كووېډ 19 نړيوالې وبا په صورت كښې لوي چېلنج رامخې ته شو او دې سره په ټوله نړۍ كښې يو بدلون راغلو، دا وبا د انسانانو په ژوند او معاش منفي آغېز كوي. ده ووئيل چې ماحولياتي بدلون يو بل عفريت دے چې مونږ ورسره مخ يو، ماحولياتي بدلون د هغو كاميابو په لار كښې د خنډ جوړېدو صلاحيت لري كومې چې انسان تر نن ترلاسه كړې دي. وزيراعظم ووئيل چې د جغرافيائي سياست ضرورياتو زمونږ په منطقه كښې نوې صف بندې پېدا كړې دي كومې چې خلقو ته د تېرې پېړې د نظرياتي محاذ ياد وركوي. ده ووئيل چې افغانستان د تېرو 20 كلونو نه د عدم استحكام او ګډوډې ښكار و اوس په منطقه كښې د امن راتللو هيلې سره د عدم استحكام او ګډوډې د خاتمې وخت رانزدې شوے. ده ووئيل چې په افغانستان كښې د معاشي بدحالې او انساني بحران مخ نيوي لپاره د نړيوالې ټولنې فعاله كردار او ګډون ضروري دے. وزيراعظم ووئيل چې اوسني چېلنجونه چې هر څومره لوي وي، زمونږ په منطقه او د دې نه بهر امن او خوشحالې لپاره د نړيوالې مرستې تقاضا لري لكه څنګه چې صدر شي جن پنګ نړيوال اقتصادي فورم ته په خپله ورستې وېنا كښې په مناسب توګه ذكر كړے چې د نړيوال بحران د زياتېدونكي طوفان په مېنځ كښې هېوادونه په 190 وړو وړو كشتو كښې نه بلكې ټول په يو لوي جهاز كښې سواره دي چې ورسره زمونږ شريك تقدير تړلے دے. وزيراعظم ووئيل چې تاريخ د دې خبرې ګواه دے چې پاكستان او چين په تېر وخت كښې په شريكه كښې د داسې بدلونونو نه تېر شوي دي او په دې كښې بريالي شوي دي. دواړو هېوادونو د بنيادي قومي ګټو په چارو تل د يو بل ملګرتيا كړې ده. زمونږ شريك وژن دے چې په سوئيلي اسيا كښې پائيدار امن په منطقه كښې د تزويراتي توازن په ځائ ساتلو سره تړون لري، د پولو په شان چارې او د كشمير په شان مسئلې بايد د مذاكراتو و سفارتكارې او د نړيوالو قوانينو د اصولو او اقدارو له مخې حل شي. چينائي سرمايه كار او اولس مخاطب كولو سره وزيراعظم ووئيل چې پاكستان بشپړه تاريخ، كلتوري تنوع او پياوړي مناظر لرونكې هېواد دے، پاكستان تود هركلي سره ستاسو سرمايه كارې او راتلونكي تفريخي سفر ته هركلې وائي. وزيراعظم ووئيل چې چين د پاكستان تر ټولو لوي تجارتي او د سرمايه كارې شراكت دار هېواد جوړ شوے. د كال 2021م په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه تجارت تاريخي كچې ته رسېدلې دے. وزيراعظم ووئيل چې پاكستان د صدر شي جن پنګ د بېلټ اېنډ روډ اقدام په ابتدائي ګډون كوونكو كښې دے. ده ووئيل چې د پاكستان او چين شركت د شريكې دوستې بې مثاله سفر دے، زمونږ حكومت سي پېك د بي آر آئي د يو اعلٰی معيار مظهر پروژه جوړولو پوخ عزم لري، په پاكستان كښې په دې خبره مكمل اتفاق دے چې د هېواد قومي پرمختګ لپاره سي پېك ضروري دے، په پاكستان كښې د چينائي عملې حفاظت او تحفظ زمونږ په وړومبو ترجيحاتو كښې شامل دي، باور لرم چې زمونږ د خلقو په مېنځ كښې به روابط لا ژور شي او زمونږ د دوستې غوره روايات به زمونږ راتلونكو نسلونو ته منتقل شي. وزيراعظم د چين مشرتابه او اولس د قمري كال او د پسرلي تهوار لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل چې هغه هيله لري چې د پاكستان او چين د دوستې مقدس شعله به پائيد پړق او ګرمجوشې سره تل پړقېږي.

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس