فارورډ کهوټه 13جولائي (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډاپور وئيلي دي هند سره به خبرې كېږي خو وړومبۍ به په كشمير كېږي٬عمران خان په ګرده نړۍ كښې د كشمير كشاله په ښه ډول مخ په وړاندې بوتلې٬ كشمير كښې به د صحت٬ تعليم٬ مواصلاحات او جديدو سهولتونو لوظ ترسره كوٶ، د ماضيواكمنو د لوټ مار نه علاوه هېڅ نه دي كړي٬ درې درې ځله حكومت كوٶنكي وائي مونږ ته دې بيا موقع راكړې شي٬ په كشمير كښې د نظريې سياست پېل شوے٬ كشميريانو د برادر ازم سياست ختم كړے ۔ د نهې په ورځ فارورډ کهوټه كښې اولسي غونډې ته علي امين ګنډا پور ووئيل زمونږ پلارنو نيكونو په قربانو وركولو يو خپلواكه هېواد جوړ كړے خو كرپټ واكمنو هېواد قرض دارے كړے۔ ده ووئيل درې درې ځله حكومت كوٶنكي وائي مونږ ته دې بيا موقع راكړې شي۔ ده ووئيل پيپلز پارټۍ په سندھ كښې هېڅ نه دي كړي٬ په تهر كښې كوچنيان د لوږې مري٬ د رڼاګانو ښار كراچۍ كښې تيارې خپرېشوي۔ ده ووئيل پيپلز پارټۍ په سندھ كښې خلق اووژل او وائي بهټو ژوندے دے۔ ده ووئيل سلامتي كونسل د كشميريانو په حق كښې قرارداد منظور كړے خو بهټو دا وئيلې وو دا زمونږ د خپلو مينځو مسئله ده۔ ده ووئيل مريم نواز چې دلته وائي چې زه د كشمير لور يم ٬ د ھغې ګوند دلته بس تر لوظونو محدود پاتې شوے ۔ علي امين ګنډاپورووئېل هند سره به خبرې كېږي خو وړومبې به په كشمير كېږي٬عمران خان په ګرده نړۍ كښې د كشمير كشاله په ښه ډول نړۍ ته ورمخې ته كړې ٬ كشمير كښې به د صحت٬ تعليم٬ مواصلاحات او جديد سهولتونو لوظ ترسره كوٶ
هند سره به خبرې كېږي خو وړومبۍ به په كشمير كېږي٬ كشمير كښې به د صحت٬ تعليم٬ مواصلاحات او د جديدو سهولتونو لوظ ترسره كوٶ۔ د علي امين ګنډاپور په فارورډ کهوټه كښې اولسي غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار