اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې نواز شريف او زرداري د تير وخت قصه جوړھ شوې ، هغوې نه مستقبل لري او نه حال، كله چې يو سياستمدار په خپلو پښو ودريدلو سره سياست نه شي كولې نو هغه د ډنډورو سهارا اخلي ، د پاك پوځ وياند هم دغه ډنډورې رد كړې دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد كتاب ”لال حويلي نه تر ملګري ملتونه ۔ د سياست 50 كاله “ د مخ كتنې دستورې ته وينا او ميډيا سره غير رسمي خبرو اترو كښې وكړه۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د سباؤن سياستمدار څوك بل ځوك دي ، دا سلسله به د زرداري او نواز شريف نه غير مخ په وړاندې ځي۔دې څخه وړاندې دستورې ته وينا كښې وفاقي وزير اطلاعات ووئيل شيخ رشيد احمد زمونږ د سياست روښانه اړخ دې، هغه عمر له د هېواد د سياست روښانه اړخ رامخې ته كړې۔ چوهدري فواد حسېن د شيخ رشيد احمد په سياسي خذمات هغه ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل شيخ رشيد احمد په 1977ء په وړومبي ځل په ټاكنو كښې برخه اخستي ، هغه وخت نه تر اوسه هغه د هېواد سياست كښې په زړه پورې كردار ترسره كړې۔ده ووئيل يو سياسي كاركن په حيثيت سره خپل مزل پيل كونكې تن نن د هېواد نامتو شخصيت دې۔ده ووئيل شيخ رشيد احمد چې په كوم هم پوزيشن وي د پاكستان ميډيا هغه ګورې او آوري۔ وفاقي وزير اطلاعات ووئيل د سباؤن تجزيه كونكې او د پاكستان د سياست د اړخ تعين كولو كښې د شيخ رشيد احمد غږ اهميت لري، شيخ رشيد احمد په كتاب كښې شيخ رشيد احمد د خپل سياسي مزل قصه كړې ، د كتاب په كامياب مخ كتنه هغه له مباركي وركوم
نواز شريف او زرداري د تير وخت قصه جوړه شوې،هغوې نه مستقبل لري او نه حال، د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد د كتاب د مخ كتنې دستورې ته وينا او ميډيا سره غير رسمي خبرې اترې
مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث