اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وز??ر شيخ رشيد احمد وئيلي دي چې تحريك انصاف آزاد كشمير كښې هم حكومت جوړوي، تر څو چې نواز شريف او مسلم ليګ (ن) د خپل سياست څخه غير پارلماني او غير ذمه واره الفاظ نه وي وبستلي پاكستان كښې د هغوي كوم سياسي سباؤن نشته، د پاك پوځ د لويو قربانو نه پس اوس پاكستان يو محفوظ او امناكه هېواد دے، افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګولو كار ب?? تر 14 اګست بشپر شي، پاكستان كښې د ويزې نه غير د كلونو راهسې مېشته غير ملكيان ب?? تر 14 ??ګست پاكستان څخه وځي يا به ويزې لپاره اپلائي كوي، په دغه صورت كښې به د هغوي جرمانه بخښلې شي، نادرا كښې تصديق، تجديد او د تصحيح نوي پاليسي راوړو، د نور مقدم كيس كښې به چا سره هم رعايت نه شي كولې۔ د ګل په ورځ د كورنيو چارو په وزارت كښې خبري كنفرنس ته د كورنيو چارو وز??ر ووئيل تحريك انصاف به آزاد كشمير كښې هم حكومت جوړوي، تحريك انصاف يواځنې لوې ګوند جوړ شو?? او راروانو ټولټاكنو كښې به بشپړه هڅي كوي چې سندھ كښې هم حكومت جوړ كړي۔ آزاد كشمير ټاكنو په اړه ده ووئيل وفاقي حكومت د آزاد كشمير اليكشن كمېشن له 20 زره سول آرمډ فورسز وركړي، دا د پوځ نه علاوه دي، پنجاب كښې رينجرز او ايف سي چرته هم نه دي استعمال شوي تر دې چې پينډۍ كښې هم نه دي استعمال شوي، پنجاب پوليس زبردست كار كړې، لاهور كيس كښې هم هغوي ښه كار كړې او د هغې كريډټ پنجاب پوليس ت?? ترلاسه دے۔ د كورنيو چارو وز??ر ووئيل نواز شريف اينټي آرمي، اينټي اسټيبلشمنټ او اينټي عمران خان يوه ايجنډا لري، هغه په دې ايجنډا تر آخري حد تللو ته چمتو دے، هغه حمد اللہ محب سره ملاقات كولې شي او بيا د هغې دفاع هم كولې شي، هغه د مودي او جندال سره پګړۍ بدلولې شي ، نواز شريف هڅه كوي چې اېف اے ټي اېف كښې پاكستان ګير وي ځكه چې هغه ته د دې خبري څخه تكليف دې چې عمران خان معيشت ښه كوي۔ د كورنيو چارو وز??ر ووئيل نواز شريف تيره ورځ آخري پيغام وركړې چې ډير تكليف كښې دې، مونږ د هغه مرستي له چمتو يو، شهباز شريف خو خواست نه دې كړې، كه هغه پاكستان ته راځي نو په سمدستي توګه هغه لپاره چارټر الوتكه هم وركړې كيدې شي،مونږ غواړو چې هغه پاكستان ته راشي او مقدمو كښې وړاندې شي۔ د كورنيو چارو وز??ر ووئيل مسلم ليګ (ن) آزاد كشمير كښې ماتي نه پس ژړاګانې پيل كړې دي، د دې ما وړاندې وئيلي ؤ چې ټاكنو نه پس به هغوي ژړا فرياد كوي، زما دا ريكارډنګ هم تاسو محفوظ كړئ ، ان شاء اللہ 2023ء كښې به هم وائي چې ټګي شوې۔ ده ووئيل تر څو چې هغوي د خپل سياست څخه خپله غير پارليماني او غير ذمه واره الفاظ نه وي وېستلي تر هغي په پاكستان كښې د هغوي څه سياسي سباؤن نشته۔ د كورنيو چارو وز??ر ووئيل حكومت نادرا كښې تصديق، تجديد او د تصحيح په اړه نوي نظام معرفي كوي ، ايم اين ايز او وز??رانو چې كوم 840 بلاك شناختي كارډز ريليز كړي هغه ټول رد كړې كيږي، ما د نادرا چيئرمېن ته آرډر جاري كړې دې۔ د كورنيو چارو وز??ر ووئيل وز??راعظم عمران خان به د 14 اګست څخه وړاندې د نادرا په اړه نوي پاليسي اعلانوي۔ ده ووئيل د ګوتې د نشانات سلسله به روانه ساتلې شي او د شناختي كارډ د تصديق، تجديد او تصحيح نوي پاليسي به راوړلې شي۔ د كورنيو چارو وز??ر شيخ رشيد احمد ووئيل هغه غير ملكيان كوم چې په پاكستان كښې د څو كلونو راهسې غير د ويزې مېشته دي هغوي ل?? تر 14 ??ګست وخت وركړې شوي، په دې وخت كښې دې هغوي يا پاكستان پريږدي يا ويزې لپاره دې اپلائي وكړي،د هغوي جرمانه به بخښلې شي، غير د ويزې مېشته غير ملكيان تر 14 اګست آن لائن اپلائي كولې شي۔ د كورنيو چارو وز??ر ووئيل د افغان آرمي 5 افسرانو پشمول 46 اهلكار پاكستان ته راغلي دي ، هغوي به په عزت سره او ميلمستيا سره بيرته ليږلې شي۔ ده ووئيل د كورنيو چارو وزارت ماتحت 2600 كلوميټره افغان پولې سره مونږ د ازغن تار كار بشپړ كړ?? او كوم چې پاتې دې هغ?? تر 14 اګست بشپړ كړې شي۔ ايران پولي سره 50 فيصد فينسنګ شوے، زمونږ ??ظي?? پوځ 2600 كلوميټره فينسنګ بشپړ كړې او پاتې ب?? تر 14 اګست بشپړ كړې شي۔ده ووئيل د پاك پوځ ??ظي?? قربانيو نه پس اوس پاكستان يو محفوظ او امناكه پاكستان دے۔
تحريك انصاف په آزاد كشمير كښې هم حكومت جوړوي،نادرا كښې تصديق، تجديد او د تصحيح نوي پاليسي راوړو
مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن