اسلام آباد۔13فروری(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئيلي دي آئين زمونږ د آزادۍ اصل ضامن دے۔ ده ووئيل د آئين پاكستان منظورېدو 50 كالو په بشپړ كېدو ګولډن جوبلي دستورې جمهوريت لپاره د ځانونو قربان كوؤنكو بې نومه اتلانو يادګار سره كولې شي۔ ده ووئيل شهيد ذوالفقار علي بهټو او محترمې بېنظير بھټو شهيدې هېواد كښې د جمهوريت او آئين سرلوړۍ له د خپلو ځانونو قربانۍ وركړې۔ ده ووئيل كال 2023 به د آئين ګولډن جوبلي كال په توګه لمانځلې شي او د هېواد په سكولونو ٬ كالجونو او پوهنتونونو كښې به ګولډن جوبلي دستورې كولې شي۔ ده ووئيل د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ د آئين ګولډن جوبلي په غوره ډول لمانځلو له يو شمېر پروګرام ترتيب كړې دي۔ ده ووئيل د ګولډن جوبلي لمانځلو مقصد نوې كول جمهوريت او آئين لپاره د وركړې شوې يو قربانيو څخه خبرول دي۔ ده ووئيل شهید ذوالفقار علی بھټو دې هېواد ته متفقه آئين وركړو او پخواني اولس مشر آصف علي زرداري دا په اصل حالت كښې بحال كړو او پارليمنټ ته يۍ اختيارات بېرته وركړل۔ ده ووئيل خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د خارجه وزير په حېث چې كومې كارنامې كړې دي اولس ته په هغې وياړ دے۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د آئين ګولډن جوبلي پرانستې دستورې ته خطاب كښی وكړه۔ په دستوره كښی خارجه وزير بلاول بھټو زرداری ، پخواني وزيراعظم سید یوسف رضا ګیلانی، د سېنېټ پخواني چيئرمېن رضا رباني ٬ سېنېټر فرحت الله بابر ٬ د قومي اسمبلۍ غړو او د ميډيا نمائندګانو ګډون وكړو۔ د آئين پاكستان ګولډن جوبلي ته خپل خطاب كښی خارجه وزير بلاول بھټو زرداري ووئيل پاكستان پيپلز ګوند كال 2023 د ګولډن جوبلي په توګه د لمانځلو پرېكړه كړې ده۔ ده ووئيل په آئين كښې د ژوند ټولو څانګو ته تحفظ وركړې شوې دې۔ دستورې ته پخواني وزيراعظم او د سېنېټ پخواني چيئرمېن رضا رباني هم خطاب وكړو۔
د پاكستان آئين زمونږ د آزادۍ اصل ضامن دے٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د آئين د منظورۍ ګولډن جوبلي پرانستې غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته خطاب
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ