ګوادر به منطقه كښې د اقتصادي او پرمختيائي چارو مركز جوړ شي٬دې سره به د مينځنۍ آسيا پشمول سيمه ايزو هېوادونو لپاره پراخا تجارتي موقعې راپېدا شي٬غېر ملكي سرمايه كارو ته به د ون ونډو آپرېشن له مخې آسانې وركولې شي۔وزيراعظم عمران خان


ګوادر 05 جولائی (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئيلي دي ګوادر به په منطقه كښې د اقتصادي او پرمختيائي چارو مركز جوړ شي٬دې سره به د مينځنۍ آسيا پشمول سيمه ايزو هېوادونو لپاره پراخا تجارتي موقعې راپېدا شي٬غېر ملكي سرمايه كارو ته به د ون ونډو آپرېشن له مخې آسانې وركولې شي۔زمونږ هڅه ده چې د پرمختګ په عمل كښې د هېواد ټولې سيمې ځان سره مخ په وړاندې بوځو٬هېواد په معاشي توګه خپلواكه جوړولو لپاره به په برآمدات كښې زياتوالي ته پام كول وي٬د ګوادر پشمول د ټولو ښارونو ماسټر پلان جوړوو٬د پرمختيائي پروژو څارنه به نيغ په نيغه د وزيراعظم د دفتر څخه كولې شي۔په دې لړ كښې به د وزيراعظم دفتر او د وزيراعلٰی سېكرټرېټ ترمينځه موثره رابطه هم باوري كولې شي۔وفاقي حكومت د بلوچستان پرمختګ لپاره د 730 اربه روپو تاريخي پېكج وركړے۔د پاكستان هڅه ده چې په افغانستان كښې پوخ امن وي ٬ د افغانستان د مسئلې سياسي حل راوځي٬كورنۍ جګړه او اړے ګړے نه وي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د ګوادر دورې په مهال د بېلا بېلو پرمختيائي پروژو پرانستې او د تفاهم د يادښتونو لاس ليك دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔وزيراعظم د ګوادر فري زون پرانسته وكړه او د فيز ټو د بنياد تيګه يې هم كېښوده۔په دستوره كښې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني٬د بلوچستان وزيراعلٰی جام كمال٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن٬وفاقي وزيرانو اسد عمر ٬ علي زيدي٬شاه محمد قرېشي او د زبيده جلال نه علاوه د قامي سلامتيا صلاحكار معيد يوسف٬د سي پیك اتهارټۍ چيئرمېن لېفټيننټ جنرل(ر)عاصم سليم باجوه او نورو هم ګډون كولو۔وزيراعظم ووئيل د ګوادر دورې دوه مقاصد وو يو د ګوادر فري زون پرانسته كول او بل په 2200 ايكړه د فري زون د فيز ټو د بنياد تيګه اېښودل وو۔ده ووئيل بلوچستان په تېر وخت كښې په پرمختګ كښې نظرانداز كړے شوے جې له بده مرغه په پرمختګ كښې يو شمېر سيمې ډېرې شاته پاتې شوي او په دې كښې بلوچستان هم شامل دے۔وزيراعظم ووئيل د كال 1960 په لسيزه كښې د منطقې په هغه څلورو هېوادونو كښې پاكستان شامل ؤ كومو چې په تندۍ سره پرمختګ كولو او مونږ يو رول ماډل وو۔نن چې كوم هېوادونه ايشين ټائيګرز شمېرلې كېږي دوي به مونږ ته كتل خو مونږ غلطۍ وكړې او ځكه مونږ دې حالاتو سره مخ شوو۔ ده ووئيل ګوادر به د پاكستان فوكل پوائنټ جوړېږي او د دې به پاكستان او په خاص توګه بلوچستان ته ګټه ورسيږي ٬صنعتي چارو لپاره ګاز هم ضروري وي٬د دې نه علاوه ګوادر نورو سيمو سره تړلو لپاره سړكونو جوړولو ته هم پام نه دے شوے۔د اوبو او برېښنا پشان ستونزې نه دې لرې كړې شوي٬په خاص توګه د سي پیك لوېديز روټ ته هم پام نه دے شوے خو اوس په ټولو پروژو كار پېل شوے٬ده ووئيل د توان او اوبو پروژې او د ګوادر نړيواله هوائي اډه جوړېږي٬دا به ګوادر نړۍ سره وتړي٬بايد په دې پروژو په تندۍ سره كار شوے ؤ خو د دې رفتار لږ په قلاره پاتې شوے۔وزيراعظم ووئيل چينائي او نورو غېر ملكي سرمايه كارو لپاره به دلته غوره آسانۍ باوري كولې شي۔كه مونږ دوي ته غوره خذمات ورنه كړو نو داسې هېوادونه شته چرته چې دوي غوره آسانې لري٬په دې لړ كښې په وېتنام٬كمبوډيا او بنګله دېش كښې د سرمايه كار ډېرې آسانې ترلاسه كېږي۔اوسني حكومت غېر ملكي سرمايه كارو لپاره د ون ونډو آپرېشن قوي كولو پريكړه كړې٬وزيراعظم ووئيل زمونږ تر ټولو لويه مسئله دا ده چې مونږ خپل برآمدات په تېر وخت كښې نه دي زيات كړي او برآمدات زياتولو ته پام نه دے شوے ۔كله چې برآمدات نه زياتېږي او معيشت پرمختګ كوي نو بيا د فشار زياتېدو له امله په برآمدات كښې اضافه اوشي او په روپۍ د فشار زياتېدو له امله د كرنټ اكاؤنټ خسارې په صورت ستونزې راپیدا شي او آئي اېم اېف ته رجوع كول وي۔وزيراعظم ووئيل زمونږ هڅه ده چې سرمايه كار خاص اقتصادي ځايونو او د نارت فري زون غوندې ځايونو كښې سرمايه كارۍ لپاره راغب كړو چې دغسې د هېواد آمدن زيات شي او ميكرو اقتصادي عدم توازن ختم شي۔ده ووئيل د اتلسم بدلون نه پس خرڅونه صوبو ته منتقل شوي۔به يو شمېر چارو وفاقي حكومت اجازه وركوي خو په صوبو كښې ستونزې راپېدا كېږي۔د بلوچستان حكومت سره د وفاقي حكومت ډېره ښه رابطه ده٬بايد دا په ځاې پاتې شي او به دې كښې اضافه وشي٬ځكه چې په كوم هېواد كښې سرمايه كارو ته ګټه رسي او ښه ګټه ترلاسه كوي نو دوي هلته سرمايه كارۍ ته ترجيح وركوي او نور سرمايه كار هم هېواد ته راځي۔وزيراعظم ووئيل چين سره د دوستۍ او د اړيكو مونږ ته لويه ګټه رسېدلې٬چين په معاشي لحاظ په تندۍ سره مخ په وړاندې روان دے٬مونږ د خپل چاپېرچل او د چين د دوستۍ څخه استفاده كولې شوو ۔ده ووئېل په ګوادر كښې د ووكېشنل انسټيټوېټ جوړېدو څخه به ګوادر او د بلوچستان ځوانانو ته ګټه ورسي او كله چې سرمايه كاري زياته شي او صنعتونو ولګي نو د وظيفائي مهارت لرونكي افرادي قوت به ضرورت وي۔ده ووئيل په ګوادر كښې د 500 كټونو روغتون جوړولې شي٬د وزيراعظم دفتر او د وزيراعلٰی دفتر ترمينځه د غوره رابطې د لارې به د دې پروژو څارنه كولې شي۔وزيراعظم ووئيل كوم هېواد تر هغه وخته مخ په وړاندې نه شي تللے تر څو چې هغه په ټولو سيمو كښې مساوي پرمختګ باوري نه كړي ٬ بايد كومه سيمه په پرمختګ كښې وروستو پاتې نه شي۔زمونږ هڅه ده چې هغه ټولې سيمې پرمختګ وكړي٬كومې چې په تېر وخت كښې وروستو پاتې شوېي۔ده ووئېل فاټا٬بلوچستان٬د پنجاب سوئېلي ضلعو او شمالي سيمو ته پام كولې شي او په وړومبي ځل د پاتې سيمو پرمختګ لپاره لويې فنډ وركړے شوے۔وزيراعظم ووئيل وفاقي حكومت بلوچستان لپاره راتلونكو څلورو كلونو لپاره د 730 اربه روپو لويې پیكج وركړے٬د دې نه وړاندې دومره لويې پېكج كومې صوبې ته نه دے وركړے شوے٬بلوچستان ډېره لويه صوبه ده٬تر څو چې دلته سړكونه نه وي جوړ شوې دلته پرمختګ نه شي كېدے۔ده ووئېل د پرمختيائي پېكج د لارې لرې سيمې به په خپلو كښې تړلې شي۔د سي پېك په لوېديز روټ پرمختګ شوے٬كله چې د رابطې ذريعې نه جوړېږي نو بيا سماجي او اقتصادي پرمختګ نه كېږي او د دې په وجه د اړي ګړي خوښونكې خلق بې روزګاره ځوانان په آسانۍ سره ځان سره ملګري كړي۔وزيراعظم ووئيل د احساس پروګرام له مخې زمونږ هڅه ده چې كالجونه جوړ شي٬په ګوادر كښې پوهنتون جوړیږي٬د كامياب پاكستان پروګرام له مخې به غريبو كوروينو ته په آسانو شرائطو قرض وركولې شي٬كروندګرو ته به آسانې وركولې شي او علاج لپاره به هېلت انشورنس وركولې شي۔ده ووئيل د نيا پاكستان هاؤسنګ پروژه هم سستۍ سره مخ شوې ځكه چې په تېر وخت كښې د بېنكونو لخوا غريبانانو ته كورونو لپاره د قرض وركولو روايت دلته نه ؤ ٬اوس دا قرض وركړےﺀ كېږي٬وزيراعظم ووئيل په ګوادر كښې د كامياب جوان پروګرام له مخې د بحري چارو وزارت د كب نيونكو كشتۍ او د كبانو نيولو جال بهتر كولو لپاره پروګرام جوړ كړے۔ ده ووئېل ګوادر تر مينځنۍ آسيا منطقه په خپلو كښې تړي٬تاجكستان او ازبكستان سره زمونږ لوظ نامې شوي ٬هغوي د ګوادر د لارې تجارت كول غواړي۔وزيراعظم ووئيل د افغانستان په اابله د ټولو خواهش دے چې په افغانستان كښې امن وي٬د ايران صدر سره هم خبرې شوي٬زمونږ د حكومت هڅه ده چې د افغانستان ټول ګاونډيان په ګډه هڅې وكړي چې هلته سياسي حل رامخې ته شي ٬كورنۍ جګړې او اړے ګړے نه وي ځكه چې د كورنۍ جګړی تر ټولو زيات زيان به افغانستان ته ورسي خو زمونږ ګاونډيانو هېوادونو ته به هم د دې زيان رسي۔ ده ووئېل كډوالو سره سره د مينځنۍ آسيا سره تجارتي روابط به هم وځپلې شي۔خارجه وزير هڅې كوي چې ټولو ګاونډيانو هېوادونو او طالبانو سره هم خبره وكړي او په څه طريقه هلته د مسئلې سياسي حل راوځي۔وزيراعظم ووئيل د منصوبه بندۍ وزارت د بلوچستان وزيراعلٰی سره په ګډه صوبې لپاره ډېر ښه پېكج جوړ كړے٬د وزيراعظم دفتر به د ګوادر د پروژو مكمل څارنه كوي٬د وزيراعلٰی سېكرټرېټ سره به هم زمونږ رابطه وي چې دغسې كوم ډول خنډ رامينځ ته نه شي او د ټولو پروژو په مياشتنيز بنياد جاج واخستلے شي۔ ده ووئېل د ايسټ بے ايكسپرېس وے د پرانستې په دستوره كښې به هم ګډون كوم ٬ په دې مهال دستورې ته د بلوچستان وزيراعلٰی جام كمال په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ او د سي پېك اتهارټۍ چيئرمېن لېفټيننټ جنرل(ر)عاصم سليم باجوه هم وېنا وكړه۔

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس