اسلام آباد۔29مئی(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسحاق چار وئيلي دي چې اسلا??ي ماليات او بېنكاري د بې وزلۍ په ختمولو او د ټولنې په پرمختګ او سوكالۍ كښې مهم كردار ترسره كولې شي٬ حكومت اسلا??ي مالياتي صنعت ته د ودې وركولو عزم لري٬ په قرآن كريم او د نبي علېه ??لس??ام په پاك سيرت كښې د نړۍ د معاشي مسئلو حل موجود دے۔ د ګل په ورځ د سېکورټیز اېنډ اېکسچېنج کمېشن آف پاکستان تر اهتمام لاندې د اسلامی کېپټل مارکیټ په سرخط نړيوال كنفرنس ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير كنفرنس كښې د ګډون كوؤنكو غېر ملكي پلايوو مننه وكړه۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل د آئي اېف ډي د رپورټ له مخې دا مهال په ګرده نړۍ كښې د اسلامی بېنکارۍ او ماليات 1679 ادارې كار كوي په كومو كښې چې 560 اسلامی بېنکونه دي۔ دا مهال د اسلا??ي مالياتي ماركيټ حجم 4 ټرېلین ډالر دے او په دې كښې د كال 17 فیصده شرحې سره اضافه كېږي۔ تر كال 2026 به د اسلا??ي مالياتي ماركيټ حجم 5.9 ټریلین ډالر ته كه پاك پروردګار ته منظور وي ورسي۔ ملائشیا، سعودی عربستان٬ سنګاپور او اردن دا مهال د اسلا??ي ماليات او بېنكارۍ په لړ كښې تر ټولو وړاندې دي۔ ده ووئيل حكومت اسلا??ي ماليات او بنكارۍ ته وده وركولو له حكمت عملي جوړه كړې ده په كومه چې عمل روان دے۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د اسلامي بېنكارۍ او ماليات حجم په كال 2022 كښې نزدې 42 اربه ډالره وو په كوم كښې چې د نمو كلنه شرح 29 فيصده وه۔ ده ووئيل په 16 روایتی بېنكونو كښې د اسلامي بېنكارۍ څ??نګ?? پرانستې شوي دي۔ ده ووئيل اسلا??ي ماليات او بېنكارۍ ته ورده وركولو له 20 هدفونه ترسره كړې شوي دي۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان حكومت اسلامی مالیات او بېنکارۍ ته وده وركولو او ربا ختمولو له عملي ګامونه پورته كوي۔ وفاقی شر??ی عدالت سود څخه پاكې بېنكارۍ او معيشت لپاره د 5 كالو موده راكړې ??ه٬ سټېټ بېنك او نېشنل بېنك آف پاكستان زما په اپيل د وفاقي شرعي عدالت د پرېكړې په ضد په سپريم كورټ كښې دائر كړې خپل اپيل بېرته اخستې دې۔ ده ووئيل اسلا??ي ماليات او مساوات د ټولنې په اجتماعي ګټو اډانه لري۔ ضرورت د دې خبرې دې چې د اسلامی مالیات او بېنکارۍ لاندې دې اختراعي اسلا??ي مصنوعات وړاندې كړې شي د كوم قيمت چې منصفانه وي۔ ده ووئيل حكومت اسلا??ي مالياتي صنعت ته د ودې وركولو عزم لري٬ او د دې كنفرنس سفارشات او وړاندېزونه به د بجټ معاشي پالېسو جوړولو عمل برخه جوړ كړې شي۔
حكومت اسلامي مالياتي صنعت ته د ودې وركولو عزم لري٬ د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د اسلامي كېپټل ماركيټس په سرخط نړيوال كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha