اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) د پاك فضائيه وياند وئيلي دي چې د بلوچستان په سېلاب ځپليو سيمو كښې د پاك فضائيه لخوا د مرستې چارې روانې دي، د قدرتي آفتونو په مهال د خدمت روايت په ځائ ساتلو سره پاك فضائيه د بلوچستان په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې په چارو بوخت ده. د خبرپاڼې له مخې وياند ووئيل چې د آپرېشنز په مهال د پاك فضائيه د ټرانسپورټ الوتكو او چورلكو د ګڼ شمېر پروازونو د لارې د مرستې سامان رسول شوے چې پكښې راشن، خېمې، د خوراك څښاك څيزونه، داروګان، د څښكلو اوبه، كمبل او ضروري مشينري شامله ده. پاك فضائيه د سېلاب ځپليو طبي اسانيو لپاره په پسني كښې مېډيكل كېمپ هم جوړ كړے.
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز