اسلام آباد 04 اپرېل (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقې وزيرچوهدرې نثار علې خان سره د جمعيت علماﺀ اسلام 25كسيزه پلاوي ليدلې دي ۔ په ملاقات كښې په سوشل مېډيا د سپكاوي موادو د تشهير مخ نيوي په لړ كښې پھ حكومتي اقداماتو خبرې شوې۔د كورنيو چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د علماﺀ پلاوي د كورنيو چارو وزير لخوا د اسلامي هېوا??ون?? د سفيرانو په غونډه رابللو او د سپكاوي موادو مسئله د او آئي سي٬عرب ليګ او د ملګرو م??تو??و په پلېټ فارم د پورته كولو په پريكړو د هغه سائنه وكړه ۔پلاوي ووئيل د سپكاوي موادو په خپرولو د ټولو مسلمانانو مذهبي جذبات مجروح شوي۔د دې مخ نيوي لپاره د حكومت او عدالت اقدامات د ستائنې وړ دي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د ناموس رسول تحفظ نه يوازې زمونږ ذمه واري ده بلكې زمونږ مذهبي فريضه هم ده۔ده ووئيل د اظهار د آزادۍ په بهانه به نه د خپلو مذهبي شخصياتو سپكاوې وزغمو او نه به د سوشل مېډيا د غلط استعمال اجازه وركړی شي۔ده ووئيل د ټولې نړۍ د مسلمانانو شريكې مسئلې په حېث زمونږ هڅه ده چې ??ول امت يو موټې شي او په دې مسئله غږ پورته كړي۔ده ووئيل د اظهار آزادي پھ خپل ??اې خو په دې لړ كښې دوه مخېز معيار د قبلولو نه دے
په ملاقات كښې په سوشل مېډيا د سپكاوي موادو د تشهير مخ نيوي په لړ كښې پھ حكومتي ګامونو د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری