اسلام آباد06 جون(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف د جاپان سره د تجارت٬سرمايه كارۍ٬ټېلي كميونيكېشن٬خوراك٬انفراسټركچر او نورو مهمو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا زياتولو لپاره د خپل حكومت د پوخ عزم پخلے كړے۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د ګل په ورځ په وزيراعظم آفس كښې د انډس موټر كمپنۍ لمېټډ چيف ايګزېكټو آفيسر علي اصغر جمالي سره ملاقات كړے ۔په پاكستان كښې د جاپان سفير مټسوهير وواډا هم په ملاقات كښې موجود ؤ ۔د كال 1989 څخه په پاكستان كښې د انډس موټر سرمايه كاري ستائېلو سره وزيراعظم لوكلائزېشن٬د نوې مصنوعاتو ډاډګيرنه او د نوې ټېكنالوجيز پشان هائبرډ او اليكټرك وهيكلز زر معارفي كولو په اهميت هم زور راوړو۔حكومت د كاروبار دوسته پالېسۍ رامخې ته كولو سره وزيراعظم په جاپاني ډلې زور راوړو چې هغوي د داسې موقعو څخه ګټه پورته كولو سره په پاكستان كښې خپله سرمايه كاري زياته كړي۔د دې نه وړاندې وزيراعظم سره د جاپان كمپنو پلاوي هم ملاقات كړے چې په مهال يې وزيراعظم د جاپان سره په خاص توګه د تجارت٬سرمايه كارۍ٬ټېلي كميونيكېشن٬خوراك٬انفراسټركچر او نورو مهمو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا زياتولو لپاره د خپل حكومت د پوخ عزم پخلے كړے۔ ملاقات كښې وفاقي وزيرانو خرم دستګير٬مفتاح اسماعيل٬مخودم مرتضٰی محمود او اړوند اعلٰی چارواكي ھم موجود وو۔
وزيراعظم شهباز شريف سره د انډس موټر كمپنۍ لمېټډ چيف ايګزېكټو آفيسر علي اصغر جمالي وليدل
مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں