ملګري ملتونه 18مارچ (اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اكرم وئېيل دي چې پاكستان د سلامتي كونسل لخوا په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د مرستې په مشن كښې د پراختيا منظور شوې قرارداد جاج اخلي٬د مرستې مشن ته د افغان حكومت سره د ښه اړيكو په ځاې ساتلو ضرورت دې٬سلامتي كونسل په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د مرستې مشن په موده كښې د نور د يو كال يعني د راتلونكي كال تر 17 مارچ د پراختيا د قرارداد منظوري وركړې۔ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل لخوا په افغانستان كښې د مرستې په مشن د پراختيا قرارداد په منظورۍ د پاكستان قامي خبري اژانس ا اے پي پي د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې مونږ د سلامي كونسل د منظور شوي قراداد جاج اخلو۔ده ووئيل چې زمونږ په خيال كښې په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د مرستې مشن(يو اېن اے اېم اے)لپاره به دا ډېره مهمه وي چې هغوي افغان حكومت سره د ښه وركنګ رېليشن شپ په ځاې ساتل او د افغانستان د خپلواكۍ احترام وكړي
پاكستان د سلامتي كونسل لخوا په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د مرستې په مشن كښې د پراختيا د منظور شوي قرارداد جاج اخلي٬د مرستې مشن ته د افغان حكومت سره د ښه اړيكو په ځاې ساتلو ضرورت دے۔ د پاكستان استازي منير اكرم
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز