اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب په هدايت د سېلاب ځپليو سمدستي مرستې او بحالۍ لپاره جاري مرستې هلو ځلو كښې خپل موثر او بشپړه كردار ادا كولو لپاره راډيو پاكستان او د دې ماتحت سټېشنونو كښې فلډ رېليف سيل جوړ كړے شوے۔ د سېلاب تباهۍ په اړه د جائزه غوندې مشري كولو سره د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې د راډيو پاكستان انتظاميې ته هدايت كولو سره دا امر وستائېلو چې قامي اداره د سېلاب ځپليو د مرستې او بحالۍ په اړه د روانې مرستې هلو ځلو كښې خپل كردار ادا كوي۔ وفاقي وزيرې ووئيل چې راډيو پاكستان دا مهال د هېواد يوازنې نشرياتي نېټ ورك دے چې د سېلاب له امله په ځپليو سيمو كښې د خپلې ذمه وارو ادراك كولو سره خپل موثره كردار ادا كوي۔ وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د سېلاب تباهۍ له امله ځپليو كورنيو ته سمدستي مرسته وركولو لپاره د راډيو پاكستان د انتظاميې لخوا خاص د خپرونو پېل كولو اقدام هم ستائېلې او په دې لړ كښې يې د هڅو لا تندولو په ضرورت زور راوړو۔ وفاقي وزيرې د راډيو پاكستان انتظاميې ته هدايت وكړو چې د سېلاب له امله ځپليو سيمو او د ځپليو مرستې او بحالۍ لپاره د مرسته كونكو ادارو پشمول ضلعي انتظاميه او ضلعي فلډ كنټرول رومز ترمينځه شريكې رابطې لا موثر جوړولو لپاره په سټوډيوز كښې په جديد خطوط د لائيو كالز نظام هم وضع كړي چرته چې د مرسته كونكو ادارو استازي د ځپليو نيغ په نيغه كالز او پیغامات اورېدو سره هغوي ته په ښه انداز كښې رهنمائي وركړي۔ دې د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي(اېن ډي اېم اے)په چارواكو هم زور راوړو چې هغوي خپل استازي اړوند راډيو سټېشنز ته ولېږي چرته چې هغوي د سېلاب ځپليو نيغ په نيغه كالز او پېغام اورېدو سره هغوي ته رهنمائي وركړي
د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب په هدايت د سېلاب ځپليو سمدستي مرستې او بحالۍ لپاره راډيو پاكستان او د دې ماتحت سټېشنونو كښې د فلډ رېليف سيل جوړ كړې شو
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ